هلمندپوهنتون د دولت د فرهنګي پاليسي په رڼا ،د هلمند د ولایت د خلګو په غوښتنه او د ملي انکشافي پلان له مخي د ځوان نسل د سالمي مسلکي روزني په موخه په ١٣۸۷ ل. کال (۲۰۰۸ع) کي د کرهڼي پوهنځي په تأسيس سره خپل فعاليت پيل کړی دی.په ١٣٨۹ ل کال کي یې د اګرانومی څانګه په رسمي توګه پرانستل سوه او لو1مړي دوره (۱۵) تنه فارغان یې په ١٣۹۱ ل. کال کي و هيوادوالو ته د خدمت په موخه وړاندي کړل. تر اوس مهاله پوري د اګرانومی له څانګې څخه په یوولسو درو (۹)کي (۴۲۴) تنه محصلين د خدمت په موخه فارغ سوي دي. د همدې څانګې له خوا عملي او نظري کړني د (9) تنو مجربو استادانو له خوا مخي ته وړل کيږي.
د دې څانګې (۱)استاد پوهنيارفیروز بابازوی) په روسیه هیواد کي د دوکتورا پروګرام تعقبیوی او پاته ټول استادان په خپلو تدریسي او علمي چارو بوخت دي خو د یادوني وړده چې د اګرانومي څانګي یوتن استاد پوهنیار جاهد احمد درانی اوسمهال په هلمند پوهنتون کې د تضمین کیفیت د آمر په توګه ګمارل سوی دی .
د اګرانومي څانګې پيژندنه :
د څانګې نوم : اګرانومي
د تأسيس کال : ١٣۸۷ (۲۰۰۸س)
د لومړي دوري محصلينو د فراغت نيټه : ١٣۹۱ (٢٠۱۲)
قانوني جواز : دولتي پوهنتون
علمي پروګرام : ٤ کلن لسانس
پته : هلمند پوهنتون، کرهڼي پوهنځي تعمير دوهم منزل
تليفون : +(93)-707117174
بريښناليک : mohammadyarmalakzai9@gmail.com
د اړيکو مسئول : پوهنمل محمديار ملکزی داګرانومي څانګې آمر .