.د لوړو زده کړو وزارت راغلي پلاوي د هلمند پوهنتون له رهبرۍ، استادانو، اداري غړو او محصلانو سره لیدنه وکړل

helmand@123
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۴:۵۷
لیدنه

نېټه: ۱۴۴۶/۵/۲۸ هـ ق

نن شنبه د هلمند پوهنتون په انګړ کي د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ الحدیث مفتي شاکرالله وحدت د هلمند پوهنتون د رهبرۍ، استادانو، محصلانو او اداري کارمندانو سره لیدنه وکړل او په ګڼو مسایلو یې خبري وکړې.
په همدې موخه جوړه سوې غونډه، چي د قران العظیم الشان په مبارکو ایاتونو پیل سوه، پیلیزه وینا د هلمند پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مولوي حافظ محمد نسیم حقاني وکړل، نوموړي راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست مراتب وړاندي کړل او دغه راز یې د علم پر ارزښت او د استادانو پر خدمت خبري وکړې.

نوموړي وویل: هغه کسان چي علم لري، تر هغو خلکو چي علم نه لري، څو چنده لوړ دي. عالمان او استادان دي، چي د نابینا خلکو لپاره لاره روښانه او اسانه کوي.
 ښاغلي حقاني د محصلانو مسؤلیتونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چي د محصلانو تر ټولو مهمه دنده د علمي ترقۍ او د ملت د هوسایني لپاره جدي هڅي دي.
نوموړي له استادانو هیله وښوده،  چي د خپلو هڅو د دوام په ترڅ کي محصلانو ته واقعي علم ورسوي.

ورپسې، د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ الحدیث مفتي شاکرالله وحدت،  نوي راغلیو محصلانو ته په ښه راغلاست ویلو سره خپله وینا پیل کړه.
نوموړي د خپل سفر موخه څرګنده کړل او ویې ویل، چي  د لوړو زده کړو وزارت د وزیر شیخ صاحب په هدایت دې پوهنتون ته راغلی، ترڅو د هغه پیغام او وینا له محصلانو او استادانو سره شریکه کړي.

مفتي شاکرالله وحدت صاحب په خپلو خبرو کي د محصلانو د مسؤلیتونو په اړه څرګندوني وکړې او ویې ویل چي، اسلامي نظام، ملت او کورنۍ  تاسو ته سترګي په لاره دي. د اسلامي نظام غوښتنه دا ده، چي تاسي متخصص ډاکټران، انجینران، اقتصاد پوهان او د نورو علومو تخصصي اشخاص درڅخه جوړ سي، په همدې هدف پانګونه درباندي کیږي، چي بیرته له تاسو د دې ټولني په جوړولو او د هیواد پر پښو درولو کي کار واخیستل سي. نو  تاسي هم باید  د هیواد او اولس سره د مسؤلیت له مخي قوي هوډ او تعهد وکړئ او په دې اړه همېشه فکر ولرئ.

د غونډي په بهیر کي د دعوت او ارشاد رئیس محصلانو ته د استادانو د احترام، د وخت څخه سالمي ګټي اخیستني، د شخصیت پر جوړوني او د سنتو د را ژوندي کولو په اړه  هم خبري وکړې.
په همدې ترڅ کي د دعوت او ارشاد رئیس د پوهنتون اداري غړو ته په ځانګړې وینا کي وویل، تر مسؤلیتونو هاخوا کار کول کمال او فدا کاري ده، چي الله جل جلاله یې ثوابونه درکوي.  نوموړي له دوی وغوښتل، چي  د ملي شتمنۍ سره خیانت او له فرصتونو سؤو استفاده ونه کړي.
 
غونډه په دعائيې سره پای ته ورسېدل

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه, نوومبر 13 2025 2:23 PM
Background image

.د ستراتیژیک پلان د تطبیق لپاره د کلني پلان جوړولو درې ورځنی ورکشاپ پیل سو

نن د هلمند پوهنتون د علامه خطابي بستي رحمه‌الله د غونډو په تالار کښې،  د ښووني او روزني پوهنځي له لوري، د مسلکي پرمختیا آمریت په همکارۍ، د ستراتېژیک پلان د تطبیق لپاره د کلني پلان. . .

سه شنبه, نوومبر 11 2025 3:43 PM
Background image

.د هلمند پوهنتون په مسجد کي استاد او د محصیل علمي هڅونه پر موضوع دیني سمینار وړاندي سو

نن د هلمند پوهنتون په مسجد کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري استاد او د محصیل علمي هڅونه تر عنوان لاندي یو علمي او دیني سمینار ترسره سو. چي د وړاندي کولو پر مهال د پوهنتون ګڼ شمېر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۶:۴۶
Background image

.د هلمند پوهنتون د رئيس په مشرۍ مشورتي بورډ پرانيستل سو

د هلمند پوهنتون د ریاست مقام په انګړ کي د هلمند پوهنتون د رئيس محترم شيخ الحديث مفتي محمد شريف اللّٰه ابو احمد صاحب  په مشرۍ نوی مشورتي بورډ لمړنۍ ناسته، ددې پوهنتون د استادانو په ګډون. . .

BACK TO NEWS