.د هلمند پوهنتون اړوند د انجنیرۍ پوهنځی ارزونه ترسره سوه
نن ورځ یکشنبه د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب د یاد پوهنتون د انجنیرۍ پوهنځی څخه لیدنه وکړه او د یاد پوهنځي اداري او علمي چاري یې له نږدې و ارزولې.
د ارزوني پر مهال د پوهنځی د حاضرۍ او ثبت کتابونه، راپورونه، کاري پلانونه، پرېکړي، اجنډاوي او نور اړوند اسناد وکتل سول او د چارو د تنظیم څرنګوالی وارزول سو.
ښاغلي ابو احمد صاحب د انجنیرۍ پوهنځی له مسؤلینو مننه وکړه، چي خپلي دندپ یې په پوره احساس او پر وخت ترسره کړي دي. نوموړي ټینګار وکړ چي د پوهنځیو مسؤلین باید د تدریسي او اداري مسؤلیتونو ترڅنګ د محصلانو فکري روزني، عقیدوي پیاوړتیا او عملي زده کړو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي، څو د علم تر څنګ سالم فکر او سالم شخصیت هم وروزل سي.
د یادوني وړ ده چي دا ارزوني د علمي چارو د لا پیاوړتیا او د پوهنتون د اداري او تدریسي بهیر د ښه والي په موخه ترسره کیږي او ټاکل سوې ده، چي په نوبتي ډول به د پوهنتون نوري پوهنځۍ هم تر ورته ارزونو لاندې ونیول سي.
