.د هلمند پوهنتون اړوند د شرعیاتو پوهنځی ارزونه ترسره سوه
د پوهنځیو د ارزونو په دوام نن ورځ یکشنبه د هلمند پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث و التفسیر مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب د یاد پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی څخه لیدنه وکړه او د پوهنځي اداري او علمي چاري یې له نږدې وارزولې.
د ارزونې پر مهال د پوهنځی د حاضرۍ او ثبت کتابونه، راپورونه، کاري پلانونه، پرېکړې، اجنډاوي او نور اړوند اسناد وکتل سول او د چارو د تنظیم او د تدریسي بهیر څرنګوالی په دقت وارزول سو.
ښاغلي ابو احمد صاحب د شرعیاتو پوهنځی له مسؤلینو څخه مننه وکړه او ویې ویل چي د دیني او شرعي علومو پوهنځي د ټولني په فکري او اخلاقي روزنه کي ځانګړی اهمیت لري. نوموړي ټینګار وکړ چي د شرعیاتو پوهنځی استادان او مسؤلین باید د علمي تدریس ترڅنګ د محصلانو د اسلامي اخلاقو، تقوا او دعوتي روحیې په پیاوړتیا کي هم جدي پاملرنه وکړي، څو داسي علماء او متخصصین وروزل سي، چي د ټولني د اصلاح او لارښووني جوګه وي.
د یادوني وړ ده چي دا ارزوني د علمي چارو د لا پیاوړتیا او د پوهنتون د اداري او تدریسي بهیر د ښه والي په موخه ترسره کېږي او ټاکل سوې ده چي په نوبتي ډول به د پوهنتون نور پوهنځي هم تر ورته ارزونو لاندي ونیول سي.
