.د کیفیت لوړاوي او اعتبار اخیستني د نوي ۱۱ ګونو معیارونو د تشریح درې ورځنی ورکشاپ پیل سو

helmand@123
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۶:۲۸
ورکشاپ

د هلمند پوهنتون د تضمین کیفیت آمریت له لوري د کیفیت لوړاوي او اعتبار اخیستني اړوند درې ورځنی ورکشاپ د دې پوهنتون په د غونډو په تالار کي پیل سو.

په ورکشاپ کي د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسان، د څانګو آمرین او نور علمي غړي ګډون لري.

یاد ورکشاپ د کیفیت لوړاوي او اعتبار اخیستني د نوي تصویب سویو ۱۱ معیارونو پر تشریح تمرکز لري، چي وړاندي کوونکی یې د دې پوهنتون د کیفیت لوړاوي آمر پوهنیار جاهد احمد درانی دی. نوموړي د پيل په وینا کي د پخوانیو او نویو معیارونو تر منځ توپیرونه روښانه کړل او د نوو معیارونو اهمیت یې په بنسټیز ډول تشریح کړ.

ددې ورکشاپ موخه دا ده، چي د پوهنتون اداري او علمي غړي د کیفیت د تضمین په نويو میتودونو وپوهېږي او دا معیارونه په خپلو واحدونو کي تطبیق کړي.

په دې  ورکشاپ کي به ګډونوال د دغو معیارونو د پلي کولو عملي لاري چاري وپېژني، د هر معیار لپاره اړین اسناد او شواهد وپیژني او دا زده کړي به خپلو پوهنځیو او څانګو ته ولېږدوي.

باید یادونه وسي، چي دا ورکشاپ به د دریو ورځو په اوږدو کي د عملي تمرینونو، بحثونو او د نظرونو د تبادلې له لاري دوام ومومي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۴:۴۱
Background image

.د دیني مدارسو استادانو ته د نتایجو پر بنسټ د تدریس او شاګرد محوره زده کړو ۵ ورځنی ورکشاپ پیل سو

نن د هلمند پوهنتون د علامه خطابي بستي رحمه الله د غونډو تالار کښي د مسلکي پرمختیا مرکز په همکارۍ ۵ ورځنی ورکشاپ پیل سو.

په دې ورکشاپ کي د هلمند پوهنتون رهبرۍ، د هلمند پوهني رئیس او د. . .

دوشنبه, فبروري 09 2026 3:31 PM
Background image

.د استادانو له خوا په علمي ژورنالونو کي د نشر سوو مقالو د پایلو شریکولو درې ورځنی کنفرانس پیل سو

نن ورځ دوشنبه، د هلمند پوهنتون علامه خطابي بستي "رحمه الله" د غونډو په تالار کي د هلمند پوهنتون د استادانو له خوا په علمي ژورنالونو کي د نشر سوو مقالو د پایلو شریکولو تر عنوان لاندي درې. . .

چهارشنبه, فبروري 04 2026 4:17 PM
Background image

.د مالیې وزارت څخه راغلي پلاوي له خوا د افغانستان د مالیاتي نظام په اړه معلوماتي سمینار وړاندي سو

نن ورځ چهارشنبه د هلمند پوهنتون د غونډو تالار کي د مالیې وزارت څخه راغلي پلاوي د افغانستان د مالیاتي نظام په اړه یوه معلوماتي غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کي د هلمند پوهنتون رهبرۍ، د. . .

BACK TO NEWS