هلمند پوهنتون  کي د لوی اختر  سنتونو، آدابو او عباداتو  په اړه روزنیز سمینار ترسره سو

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۲۷
سمینار

د هلمند پوهنتون په مسجد کي  د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د لوی اختر د سنتونو، آدابو او د اختر لمونځ په اړه یو روزنیز سمینار وړاندي سو.

یاد سمینار، چي  په کښې ګڼ شمېر استادانو او اداري کارکوونکو ګډون کړی وو. د دعوت او ارشاد آمریت امر ښاغلي مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب لخوا وړاندي سو. مولوي ذاکر صاحب د سمینار په مطالبو کي  د لوی اختر،  د دینی ارزښت، د حضرت ابراهیم علیه السلام د قربانۍ فلسفې، ادابو، سنتونو او د اختر د لمانځه طریقې په اړه خبري وکړې. هغه وویل،  چي لوی اختر د مسلمان امت لپاره یو ستر عبادت او د قربانۍ یو ویاړلی سنت دی. دا ورځ د خوښۍ او یووالي ده، چي مسلمانانو ته د اطاعت او پرهیزګارۍ درس ورکوي.

نوموړي ګډونوالو ته د اختر د ورځي سنتونو لکه غسل کول، خوشبويي کارول، نوي جامې اغوستل، د عیدګاه  لمانځه تر ادا کولو مخکي خوراک نه کول، دعاوي، تکبیرونه او د اختر د خطبې اورېدو اهمیت هم بیان کړ.

دغه راز مولوي ذاکر صاحب زیاته کړه چي د اختر ورځ یواځي د ظاهري خوښۍ ورځ نه ده، بلکي د عاجزۍ، نرمۍ او زغم ورځ ده. هغه ګډونوالو ته سپارښتنه وکړه، چي په دې مبارکو ورځو کي باید شخړي پرېښودل سي، یو له بله سره خفګانونه پای ته ورسول سي او د کورنۍ غړو او دوستانو تر منځ د میني او خوښۍ فضا عامه سي.

د سمینار په وروستۍ برخه کي، ګډونوالو خپلي پوښتني مطرح کړې، چې د ښاغلي  مولوي ذاکر صاحب له لوري ورته ځوابونه وړاندي کړل سوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۶:۲۸
Background image

.د کیفیت لوړاوي او اعتبار اخیستني د نوي ۱۱ ګونو معیارونو د تشریح درې ورځنی ورکشاپ پیل سو

د هلمند پوهنتون د تضمین کیفیت آمریت له لوري د کیفیت لوړاوي او اعتبار اخیستني اړوند درې ورځنی ورکشاپ د دې پوهنتون په د غونډو په تالار کي پیل سو.

په ورکشاپ کي د پوهنتون مرستیالانو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۵:۴۶
Background image

.د نبوي سنتو اهمیت د عصري ستونزو په حل کي  تر سرلیک لاندي  یو اصلاحي سمینار وړاندي سو

نن د هلمند پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري  د علمي فعالیتونو د دوام په لړ کي " د نبوي سنتو اهمیت د عصري ستونزو په حل کي " تر سرلیک لاندي یو  اصلاحي سمینار وړاندي سو.

دغه سمینار د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۵:۵۸
Background image

.په علمي چارو کي د کلنۍ څارني او دوره یي ارزوني په اړه  ورکشاپ ترسره سو

 

د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د علمي چارو د کلني څارني او دوره ‌يي ارزوني اړوند مهم روزنيز ورکشاپ وړاندي سو. دا ورکشاپ د پوهنتون د پوهنځيو رئیسانو، د څانګو آمرینو او استادانو. . .

BACK TO NEWS