.هلمند پوهنتون کي  د اسلام له نظره د ځوان مسؤولیتونه په اړه سلګونو محصلانو ته تربیوي سمینار وړاندي سوي

helmand@123
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۴:۳۹
سمینار

 

د هلمند پوهنتون امام ابوحنیفه رحمه الله مسجد جامع کي، د ښووني او روزني پوهنځی سلګونو محصلانو ته د دعوت او ارشاد آمریت له لوري یو مهم تربیوي سمینار وړاندي سو. 

په دې سمینار کي د اسلام له نظره د ځوان د شخصیت جوړښت، اخلاقي ارزښتونو، ټولنیز رسالت او فکري هوښیارۍ په اړه د دعوت او ارشاد  آمر محتر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب له لوري تفصیلي وینا وسوه.

په سمینار کي وويل سول، چي ځوان د أمت د راتلونکي اصلي ستن ده او لازمه ده چي خپل ژوند د اسلامي اخلاقو پر بنسټ جوړ کړي. محصل باید د حیاء، تضرع، رښتینولۍ او د استادانو، مشرانو او والدینو د احترام په برخه کي د ټولني لپاره بېلګه و اوسي.

ښاغلي ذاکر صاحب،  ټینګار وکړ چي اسلامي اخلاق د مسلمان شخصیت د ودي اساس دی او همدا ارزښتونه د سالمي ټولني په جوړښت کي رغنده رول لري. 

نوموړي محصلانو ته په خطاب کي وويل، چي ځوان باید د أمت درد احساس کړي، د مسلمانانو د فقر، جهل او ستونزو په لیدلو غافل نه سي، بلکي د اصلاح او بدلون لپاره خپله ونډه ادا کړي. هغه زياته کړه چي فکري انحراف، فرهنګي یرغل او اخلاقي انحطاط د نن سبا لوی خطرونه دي او د دې خطرونو پر وړاندي قوي مبارزه د ځوانو محصلینو مهم مسؤولیت دی.

سمینار په دعائیې سره پای ته ورسېد.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه, دسمبر 11 2025 2:24 PM
Background image

.هلمند پوهنتون کي  د حق المبین سیالۍ د ممتازو ګډونوالو ستاینغونډه ترسره سوه

نن د هلمند پوهنتون د ابو داؤد سجستاني رحمه الله د غونډو تالار کښې د الحق المبین کتاب سیالۍ ستاینغونډه، ددې پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري ترسره سول،  ، چي په کښې د پوهنتون. . .

پنجشنبه, دسمبر 11 2025 2:21 PM
Background image

.د چاپېریالي اخلاقو تر سرلیک لاندي د  عامه پوهاوي سمینار ترسره سو

نن د هلمند پوهنتون د ابو‌داوود سجستاني رحمه ‌الله د غونډو تالار کښې د مسلکي پرمختیا آمریت په همکارۍ د چاپېریالي اخلاقو تر سرلیک لاندي د عامه پوهاوي سمینار ترسره سو. دغه سمینار د بیولوژي. . .

دوشنبه, دسمبر 08 2025 3:11 PM
Background image

.د ټولنیزي دیندارۍ په اړه د دعوت او ارشاد آمریت تربیوي سمینار ترسره سو

نن د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د ټولنيزي مسلماني او دیندارۍ تر عنوان لاندي یو مهم تربیوي سمینار ترسره سو. په دې معنوي سمینار کي د پوهنتون ګڼ شمېر. . .

BACK TO NEWS