.په هلمند پوهنتون کي د علماء کرامو د سويې د تثبیت ازمویني لپاره د بایومټریک د ثبت لړۍ پیل سوه

helmand@123
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۳:۱۶
بایومټریک

نن  د هلمند پوهنتون په انګړ کي، د پوهني وزارت اړوند د اسلامي تعلیماتو په برخه کي ، د ازمویني ملي ادارې له لوري د علماء کرامو  ثانویه او مافوق الثانویه سويې د تثبیت امتحان لپاره د بایومټریک معلوماتو د ثبت لړۍ پیل سوه، چي مشري يې د یادي ادارې استازى ښاغلی عبدالرحمان رحماني  کوي.

ښاغلي رحماني د ګډونوالو په اړه وویل، چي د هلمند ولایت څخه (۷۹۵ ) تنه علماء کرام په دې ازموینه کي د ګډون لپاره نوم‌ لیکنه کړې ده. د ده په وینا، ګډونوال د یو منظم سیستم له مخي خپل بایومټریک معلومات ثبتوي، تر څو د ازمویني په ورځ له هر ډول ستونزو او ځنډ پرته په ټاکلي ډول ګډون وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چي د ازمویني ملي ادارې د غړو له خوا ګډونوالو ته د امتحان اړوند هر اړخیزه لارښوونه روانه ده او د دې هڅه کیږي، چي د شفافیت ترڅنګ ټولي چاري په ښه ډول پر مخ ولاړي سي.

د یادوني وړ ده، چي د بایومټریک د ثبت روانه لړۍ د سبا (جمعي) ورځي د ازمویني لپاره چمتووالی دی، چي په لړ کي به یې د ګډونوالو د علمي سويې کچه وازمایل سي.

تازه خبرونه

دوشنبه, فبروري 09 2026 3:31 PM
Background image

.د استادانو له خوا په علمي ژورنالونو کي د نشر سوو مقالو د پایلو شریکولو درې ورځنی کنفرانس پیل سو

نن ورځ دوشنبه، د هلمند پوهنتون علامه خطابي بستي "رحمه الله" د غونډو په تالار کي د هلمند پوهنتون د استادانو له خوا په علمي ژورنالونو کي د نشر سوو مقالو د پایلو شریکولو تر عنوان لاندي درې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۶:۱۷
Background image

.د مالیې وزارت څخه راغلي پلاوي له خوا د افغانستان د مالیاتي نظام په اړه معلوماتي سمینار وړاندي سو

نن ورځ چهارشنبه د هلمند پوهنتون د غونډو تالار کي د مالیې وزارت څخه راغلي پلاوي د افغانستان د مالیاتي نظام په اړه یوه معلوماتي غونډه ترسره کړه. په دې غونډه کي د هلمند پوهنتون رهبرۍ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۱۳:۲۶
Background image

.راغلي پلاوي د هلمند پوهنتون له رهبرۍ سره د محصلانو د لیلیې د بشپړولو په تړاو مهمه ناسته ترسره کړه

د هلمند پوهنتون د محصلانو د لیلیې د پاتي چارو د برآورد او بشپړولو په موخه، د مرکز کابل څخه راغلي پلاوي د یاد پوهنتون له رهبرۍ سره تفصیلي ناسته ترسره کړه.

په دغه پلاوي کي د لوړو زده کړو. . .

BACK TO NEWS