په هلمند کي د دریو خصوصي پوهنتونونو د امامانو د بستونو خبرتیا!

helu_admin
image
په هلمند کي د دریو خصوصي پوهنتونونو د امامانو د بستونو خبرتیا!
د لوړو زده کړو وزارت د ځانګړي هدایت پر بنسټ هلمند پوهنتون ته سپارښتنه سوې چي
د هلمند ولایت اړوند د دریو خصوصي پوهنتونونو(بُست، اراکوزیا او وادې هلمند) د امامانو بستونه چي تازه د لوړو زده کړو وزارت لخوا منظور سوي اعلان ته وسپاري.
قدرمند علاقمند علماء کرام، کولی سي چي د ۱۴۴۵ هـ ق د محرم د ۲۹ څخه د صفرالمظفر تر ۷ نېټې پوري د نوم لیکني په موخه د هلمند پوهنتون د دعوت او رشاد امریت ته مراجعه وکړي.
د نوم لیکني وخت: د ماپښین له یوې بجې د مازدیګر تر څلورو بجو پوري.
شرایط او د اړتیا وړ سندونه:
*د عالمیې/لويي دورې سند
*د وینا استعداد او فصاحت
* په تدریس کي تجربه
*اصلي تذکره
*په سپینه پرده کي ۴ قطعې عکسونه
یادونه: د یادو اشخاصو څخه د لوړو زده کړو وزارت د هیأت له لوري په کندهار کي تحریري او تقریري ازموینه اخیستل کیږي.

ورستي اعلانات

یکشنبه, اګست 03 2025 12:06 PM
Background image

! د هلمند پوهنتون د ۱۴۰۴ کال د جدید الشمول محصلانو د نوم لیکني خبر تیا

.ټولو هغو جدید الشمولو محصلانو ته، چي د ۱۴۰۴ کال د کانکور آزمویني له لاري د هلمند پوهنتون ته بریالي پېژندل سوي، په ډیر درنښت سره خبر ور وکول کیږي، چي د لاندني مهالوېش مطابق د محصلانو د . . .

Back to announcements