د هلمند پوهنتون د استادانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ اوږدمهاله شخړه هواره سوه.

helmand@123
Tue, Jun 09 2026 10:59 AM
شخړه حل

 

د هلمند پوهنتون رهبري تل هڅه کوي، چي په ټولنه کي د پوهنتونونو ونډه او د ټولنیز مسؤولیت د اصل پر اساس د خپلو استادانو علمي وړتیاوي، تجربې او مسلکي ظرفیتونه د ټولني د بېلابېلو ستونزو د حل او اصلاح په برخه کي وکاروي، ترڅو پوهنتون د علمي مرکز تر څنګ د ټولنیز اصلاح او پرمختګ په ډګر کي هم خپل اغېزمن رول ادا کړي.

د همدې موخي د تحقق په لړ کي، د هلمند پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی د اسلامي ثقافت څانګي دوو استادانو، مفتي محمد ابراهیم عثماني صاحب او مفتي فیض الله حقاني صاحب، له خوا د دوو کورنیو ترمنځ د یوې اوږدمهالي شخړي او دښمنۍ حل او فصل ترسره سو.

یاده شخړه چي په کورنیو کي د شخصي ژوند د تاوتریخوالي له امله رامنځته سوې وه، له تېرو دوو کلونو راهیسي یې د دواړو کورنیو ترمنځ د اختلاف، جنجال او دښمنۍ فضا رامنځته کړې وه. نوموړو استادانو د اسلامي اصولو، حکیمانه نصیحتونو او دوامدارو هڅو له لاري د دواړو لورو ترمنځ ستونزي حل کړې، په پایله کي د دواړو کورنیو ترمنځ د دښمنۍ فضا په دوستۍ او ورورولۍ بدله سوه او دواړو لورو د روغي جوړي، متقابل تفاهم او د سوله‌ ییز ګډ ژوند هوکړه وکړه.

د هلمند پوهنتون رهبري د خپلو استادانو دغه ټولنیز او اصلاحي اقدام ستایي او باور لري چي علمي نهادونه کولای سي د علم او پوهي تر څنګ د ټولني د اصلاح، یووالي او ثبات په ټینګښت کي هم رغنده او ارزښتناک رول ولوبوي.

Latest news

Wed, Jun 26 2024 1:02 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي د آيچ اي ايم ای ايس معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو

نېټه: ۱۴۴۵/۱۲/۲۰ ه.ق

نن چهارشنبه د هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز د غونډو په خونه کي د پوهنتون  امرینو، کارمندانو او استادانو ته د HEMIS معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو.

د. . .

Thu, May 23 2024 11:30 AM
Background image

د تضمین کیفیت د یولسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ورکشاپ پیل سو

نن پنج شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د لوړو زده کړو وزارت د راغلي پلاوو له لوري  د تضمین کیفیت د یو لسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل سو.

په یاد ورکشاپ کي د. . .

Sun, May 05 2024 10:43 AM
Background image

د وترنري او انجینري پوهنځیو د نوي رئیسانو د معرفت غونډه ترسره سول

 نېټه: ۱۴۴۵/۸/۱

ورځ: یکشنبه

غونډه چي د هلمند پوهنتون د علمي چارو مرستیال محمد نعیم دوست صاحب، د مالي او اداري چارو مرستیال سمیع سعید صاحب، د دعوت ارشاد امر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب. . .

BACK TO NEWS