د هلمند پوهنتون د استادانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ اوږدمهاله شخړه هواره سوه.
د هلمند پوهنتون رهبري تل هڅه کوي، چي په ټولنه کي د پوهنتونونو ونډه او د ټولنیز مسؤولیت د اصل پر اساس د خپلو استادانو علمي وړتیاوي، تجربې او مسلکي ظرفیتونه د ټولني د بېلابېلو ستونزو د حل او اصلاح په برخه کي وکاروي، ترڅو پوهنتون د علمي مرکز تر څنګ د ټولنیز اصلاح او پرمختګ په ډګر کي هم خپل اغېزمن رول ادا کړي.
د همدې موخي د تحقق په لړ کي، د هلمند پوهنتون د شرعیاتو پوهنځی د اسلامي ثقافت څانګي دوو استادانو، مفتي محمد ابراهیم عثماني صاحب او مفتي فیض الله حقاني صاحب، له خوا د دوو کورنیو ترمنځ د یوې اوږدمهالي شخړي او دښمنۍ حل او فصل ترسره سو.
یاده شخړه چي په کورنیو کي د شخصي ژوند د تاوتریخوالي له امله رامنځته سوې وه، له تېرو دوو کلونو راهیسي یې د دواړو کورنیو ترمنځ د اختلاف، جنجال او دښمنۍ فضا رامنځته کړې وه. نوموړو استادانو د اسلامي اصولو، حکیمانه نصیحتونو او دوامدارو هڅو له لاري د دواړو لورو ترمنځ ستونزي حل کړې، په پایله کي د دواړو کورنیو ترمنځ د دښمنۍ فضا په دوستۍ او ورورولۍ بدله سوه او دواړو لورو د روغي جوړي، متقابل تفاهم او د سوله ییز ګډ ژوند هوکړه وکړه.
د هلمند پوهنتون رهبري د خپلو استادانو دغه ټولنیز او اصلاحي اقدام ستایي او باور لري چي علمي نهادونه کولای سي د علم او پوهي تر څنګ د ټولني د اصلاح، یووالي او ثبات په ټینګښت کي هم رغنده او ارزښتناک رول ولوبوي.
