د هلمند پوهنتون او د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک سو.
نن ورځ د هلمند پوهنتون او د هلمند ولایت د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ترمنځ د علمي، تخنیکي او مسلکي همکاریو په موخه د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک سو.
دغه هوکړه لیک داسي وخت امضاء سو، چي پر مهال یې د هلمند پوهنتون رهبرۍ، استادانو، د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رئیس الحاج مولوي شیر احمد رفیع او یو شمېر مسؤلینو او همکارانو ګډون درلود.
غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سوه.
ورپسې د هلمند پوهنتون رئیس راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د پوهنتون او امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ او ګډ کار پر ارزښت خبري وکړې.
وروسته د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس وینا وکړه او ویې ویل، الحمدلله افغانان اوس د یوه سوچه اسلامي نظام تر چتر لاندي د خدمت فرصت لري.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي نظام د ډېرو قربانیو پایله ده او د همدې نظام د پیاوړتیا لپاره ګډ کار، علمي همکاري او عملي هڅي اړیني دي.
هغه وویل، که څه هم ادارې بېلابېلي دي، خو موخه یې یوه ده، چي هغه د اسلامي نظام او شریعت استحکام، د هیواد پرمختګ او د ټولني اړتیاوو ته رسېدنه ده.
نوموړي د پوهنتون له استادانو او متخصصینو وغوښتل، چي د کرني ریاست سره خپلي علمي او مسلکي تجربې شریکي کړي.
د هلمند پوهنتون رئیس هم د خپلو خبرو پر مهال د نبوي حدیث شریف په رڼا کي د مسلمانانو ترمنځ د ورورولۍ، همکارۍ او متقابل ملاتړ ارزښت ته اشاره وکړه او ویې ویل، د هلمند پوهنتون ټول استادان او کارکوونکي شپه او ورځ هڅه کوي، څو د ملک علمي تشي ډکي او د ټولني اړتیاوو ته اغېزمن ځواب وړاندي کړي.
نوموړي ټینګار وکړ، چي پوهنتونونه د ټولني د اړتیاوو د پوره کولو مهم علمي او څېړنیز مرکزونه دي او د پوهنتون استادان به خپله علمي او ذهني پانګه د عملي خدمت په ډګر کي وکاروي.
د یادونې وړ ده، چې د دغه هوکړه لیک له مخي به دواړه لوري د علمي څېړنو، تخنیکي پروګرامونو، مسلکي روزنو، تجربوي فعالیتونو، کرنیزو پروژو، ظرفیت لوړوني، علمي سیمینارونو او نورو ګډو فعالیتونو په برخو کي همکاري کوي.
