خبرتیا!
ټولو هغو زده کړیالانو ته چي د سږني(۱۴۰۲ل) کال کانکور د لاري هلمند پوهنتون ته بریالي سوي دي، خبر ورکول کيږي چي د نویو زده کړیالانو د نوم لیکني پروسه په هلمند پوهنتون کي د روان کال د سنبلی د مياشتي له (۱۵) تاریخ څخه شروع كيږي.
شرائط: اصلي تذکره او د اصلي تذكرې (۲) رنګه کاپياني دوه (۲) قطعې عکسونه په سپینه پرده کي.
تاجیل او منفکي: د تاجيل او منفکي په وخت کي باید اصلي تذکره اویوه رنګه کاپي او دوه (۲) قطعې عکسونه په سپینه پرده کي له ځان سره ولري او اړوند زده کړیال بايد خپله موجود وي.
د نوم لیکني وخت: د سهار ۸ بجو څخه بیا د ماپشین تر ۴ بجو پوري.