د شرعیاتو پوهنځي د فارغ محصلانو د پایلیکونو لړۍ پیل سول

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۴:۱۳
پایلیکونه

نن سې شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د شرعیاتو پوهنځي د لمړۍ دورې د زده کړیالانو د پایلیکونو دفاعوي د یوې غونډي په ترڅ کي پیل سول.

په غونډه کي د هلمند پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ حافظ محمد نسیم حقاني، د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځيو رئیسانو، استادانو، اداري کارمندانو او محصلانو ګډون درلود.

د غونډي په پیل کي د هلمند پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ حافظ محمد نسیم حقاني د شرعیاتو پوهنځي د لمړۍ دورې محصلانو  د تعلیمي دور د بشپړولو مبارکي وړاندي کړه او زیاته یې کړه، چي نور نو وخت را رسېدلی، چي مسؤلیت ومنۍ او د هیواد د ابادۍ او بیارغوني لپاره مټي را ونغاړۍ.

دغه راز د  یاد پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د اسلامي ثقافت څانګي استاد ښاغلي مفتي شیراحمد عاجز هم په غونډه کي وینا وکړله. هغه د پوهنتون د کاري ټیم هلي ځلي وستایلې او له محصلانو یې وغوښتل: پوره هیله ولرئ، تاسي یاست، چي نوښتونه  به رامنځته کوئ او د هیواد د ګټي لپاره به کار کوئ.

تر ویناوو وروسته د محصلانو له لوري د خپلو مونوګرافونو د دفاع لړۍ پیل سول، چي  تر راتلونکي اوونۍ به دوام ومومي.

د یادولو وړ ده، چي هلمند پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي په ۱۳۹۸ لمریز کال کي تاسیس سوه، چي دا یې د لمړۍ دورې د لسګونو محصلانو د څېړنیزو پروژو د فاع لړۍ ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د هلمند پوهنتون څخه ۴۰۸ تنه زده ‌کړیالان فارغ سول

نن شنبه، د هلمند پوهنتون د ۱۵مي دورې د فراغت په مراسمو کي ۴۰۸ تنه زده‌کړیالان د شرعیاتو، انجينري، اقتصاد، زراعت، وترنرۍ او ښووني او روزني له پوهنځیو څخه فارغ او د خدمت په موخه ټولني ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۲۱
Background image

هلمند پوهنتون کي ۱۸۰ تنه زده کوونکي د تقویتي زده کړو څخه فارغ سوه.

نن ورځ دوشنبه، په هلمند پوهنتون کي د یاد پوهنتون ۱۸۰ زده کړیالان چي په څلورو برخو کي د یوه کال لپاره تقویتي زده کړي ورکړل سوي وې، د یوې غونډي پر مهال فارغ سوه.

غونډه د قرآن کریم د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

د هلمند پوهنتون د استادانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ اوږدمهاله شخړه هواره سوه.

 

د هلمند پوهنتون رهبري تل هڅه کوي، چي په ټولنه کي د پوهنتونونو ونډه او د ټولنیز مسؤولیت د اصل پر اساس د خپلو استادانو علمي وړتیاوي، تجربې او مسلکي ظرفیتونه د ټولني د بېلابېلو ستونزو د. . .

BACK TO NEWS