هلمند کي  کانکور ازموینه د هلمند پوهنتون په همکارۍ  د ازمویني ملي اداري له لوري پیل سول

helmand@123
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۵:۴۴
کانکور ازموینه

نېټه: ۱۴۴۵/۱۲/۲۸ ه.ق

نن پنجشنبه هلمند کي شاوخوا د ۱۸۰۰ تنو زده کوونکو د کانکور ازمویني د ورکړي بهیر د دوو ورځو لپاره د ازمویني ملي اداري د استازو او هلمند پوهنتون د استادانو په همکارۍ را پیل سو.

د یادي ازمویني د پیل غونډه کي د هلمند پوهنتون رهبرۍ، د ازمویني ملي ادارې مسؤلینو، د هلمند پوهني رئیس، علماؤ، استادانو، کارمندانو او ځوانان ګډون درلود.

د هلمند پوهنتون د محصلانو چاور مرستیال ښاغلي مفتي صدیق الله همت د ازمويني د ګډونوالو په تړاو وويل: په ځوانانو ویاړو، چي زده کړي خوښوي، په دې هیله راغلي، چي لوړو زده کړو ته لار پیدا کړي او د خپل ذوق پوهنځي ته بریالي سي.

د هلمند پوهني رئیس ښاغلي  الحاج محمد عوض انصاري صاحب د ډاډمن چاپیریال او  په روانه ازموینه کي د اسانتياوو د شتون په اړه خوښي څرګنده کړه او په دې برخه کي یې د اړوند مسؤلینو له هڅو مننه وکړل.

 د ازموینو ملي ادارې د پلان او پالیسۍ مسؤل ښاغلي محمد داود ځلاند په یاده اداره  کي د وروستیو اسانتیاوو او سهولتونو د شتون په اړه خبري وکړې.

ښاغلي ځلاند زياته کړه، د تیر په پرتله د ازمویني په پروسو کي د ناکامه کېدو ویره له ګډونوالو لیري سوې او نن له ښوونځي څخه فارغ د هر عمر کسان راځي او په ازموینه کي په دې هیله ګډون کوي چي خپل علمي ظرفیت لوړ کړي.

د ازمویني ملي ادارې مسؤل د هلمند پوهنتون د رهبرۍ او کاري ټیم د بشپړي همکارئ څخه خوښي څرګنده او د دوى له هڅو يې مننه کړل.

د یادولو وړ ده، چي د هلمند په ګډون ګڼو نورو ولایتونو کي هم د کانکور ازمویني څو ورځنی بهیر پیل سوي، چي د پايلو تر اعلان وروسته به بریالي زده کوونکي د خپلي خوښي پوهنځي ته لار پیدا کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د هلمند پوهنتون څخه ۴۰۸ تنه زده ‌کړیالان فارغ سول

نن شنبه، د هلمند پوهنتون د ۱۵مي دورې د فراغت په مراسمو کي ۴۰۸ تنه زده‌کړیالان د شرعیاتو، انجينري، اقتصاد، زراعت، وترنرۍ او ښووني او روزني له پوهنځیو څخه فارغ او د خدمت په موخه ټولني ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۲۱
Background image

هلمند پوهنتون کي ۱۸۰ تنه زده کوونکي د تقویتي زده کړو څخه فارغ سوه.

نن ورځ دوشنبه، په هلمند پوهنتون کي د یاد پوهنتون ۱۸۰ زده کړیالان چي په څلورو برخو کي د یوه کال لپاره تقویتي زده کړي ورکړل سوي وې، د یوې غونډي پر مهال فارغ سوه.

غونډه د قرآن کریم د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

د هلمند پوهنتون د استادانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ اوږدمهاله شخړه هواره سوه.

 

د هلمند پوهنتون رهبري تل هڅه کوي، چي په ټولنه کي د پوهنتونونو ونډه او د ټولنیز مسؤولیت د اصل پر اساس د خپلو استادانو علمي وړتیاوي، تجربې او مسلکي ظرفیتونه د ټولني د بېلابېلو ستونزو د. . .

BACK TO NEWS