د اګرانومي څانګي لنډه پېژندنه
اګرانومي د ساینسي علومو هغه برخه ده چي د خاوري ، اوبو او نبات د مدیریت له اړخه د لوړ حاصل او باثباته غذا د تولید سره سرو کار لري. یا په بل عبارت اګرانومي د کرني د یو لړ فکتورونو تر څنګ د خاوري او اوبو چاري داسي ترتیبوي چي د نباتاتو د ښې ودي او لوړ حاصل سبب وګرځي او ددې لاري د بشریت د هوسایني لپاره کار کوي همدارنګه دا څانګه د نباتاتو اصلاح، د ښو تخمونو انتخاب ، پر وخت کرنه، د نباتي اړتیا سره سم د سرو استعمال ، تولید، ساتني او په مجموع کي د کرني د ټولنیز اقتصاد نوښتونه په بر کي نیسي ترڅو د ښې کرني په پار د کرني په ساحه کي پلي او لوړ تولید تر لاسه سي اګرانومي څانګه په ۱۳۸۷هـ ل کال کي د هلمند پوهنتون کرني پوهنځۍ په چوکاټ کي تاسيس سوې ده تد ریسي بهیر یې د اتو تنو رسمي استادانو لخوا د مهالوېش مطابق د لا ښه مسلکي پیاوړتیا په خاطر جریان لري چي اوس مهال یوازي د لیسانس تر کچي پوري فارغین ورکوي او تر دا مهاله یې دیارلس دورې فارغین چي ټولتال ۴۸۹ تنه کیږي د اګرانومي په برخه کي د ټولني د خدمت لپاره وړاندي کړیدي.
د اګرانومي څانګي لیرلید او ماموریت
(VISION الف: د اګرانومي څانګي لیرلید (
اګرانومي څانګه غواړي چي په خپله برخه کي د علمي، څېړنیز زده کړه یز مرکز په مټ داسي مسلکي کادرونه وروزي چي د هیواد او ټولني حالت ته په کتو په اسلامي روحیه او وطنپالني سمبال د خدومت کولو او په اړونده برخه کي د پر مختګ وړتیا ولري.
(MISSION) ب: د اګرانومي څانګي ماموریت
اګرانومي څانګه هڅه کوي داسي یو پرمختللی او په عصري ټکنالوژۍ سمبال علمي او تدریسي چاپیریال رامنځته کړي چي تحصیلي او څیړنیز پروګرامونه يي و محصلینو او کروندګرو ته اسانتیاوي برابري کړي.
(GOALS) موخي
(CORE VALUES) بنسټیز ارزښتونه
د اګرانومي فارغ التحصیل یا اګرانومیست تعریف
په اګرانومي پوه او په دې ساحه کي کار کونکي د خاوري ، اوبو او نبات هغه متخصص ته ویل کیږي چي د علمي څېړنو پر بنسټ د ټکنالوجي په مرسته د نارغیو او افتونو د کنترول او چاپیریال ساتني تر څنګ په کرنیزو عملیو کي داسي نوښت او پرمختګ راولي تر څو د کرنیزو محصولاتو د لوړوالي سبب وګرځي.
د اګرانومي څانګي فارغ التحصیل په لاندي برخو کي فعالیتونه سرته رسولی سي
د اګرانومي څانګي استادان او کارمندان
اګرانومي څانګه اداري کارمند نه لري د څانګي ټولي اداري او تدریسي چاري د څانګي د آمر او استادانو په مټ دلوړوزده کړو وزارت په چوکاټ کي د هلمند پوهنتون کرهڼي پوهنځۍ د اصولو او مقرراتو سره سم د مهالوېش په اساس مخ ته وړل کيږي.
د اګرانومي څانګي د بنسټیزو امکاناتو په اړه لڼډ معلومات
داګرانومي څانګه د باتجربه استادانو چي له جملې څخه یې درې تنه دوکتوران څلور تنه ماستران او یو تن لسانس دی لرونکې ده ، چي د عصري ټکنالوجۍ او پر مختللو تدریسي وسایلو په مټ د مهالوېش سره سم تدریس مخ ته وړي دا څانګه په عصري وسایلو سمبال (کافي اندازه چوکۍ، تدریسي بورډ، پروجکټور او په ګرمۍ کي د یخي هوا سیستم) تدریسي ټولګۍ لري چي د سمسترونو په جریان کي په نورمال شکل تدریس پکښي کیږي.
د اګرانومي څانګي تشکیلاتي چارټ
د اګرانومي څانګي دعلمي پروګرام پېژندنه:
د اګرانومي څانګي معرفي:
|
(AGRONOMY) اګرانومي |
د څانګي مکمل نوم |
ګڼه |
|
۱۳۸۷ لمریز |
دتاسیس نېټه |
۱ |
|
۱۳۸۷ لمریز |
دفعالیت کال |
۲ |
|
لسانس (څلور کاله) |
علمي برنامه |
۳ |
|
دوه سمسترونه |
یو تحصیلي کال |
۴ |
|
اته سمسترونه |
ټولټال سمسترونه |
۵ |
|
کریډیټ |
تحصیلي کړنلاره |
۶ |
|
۱۶ اونۍ تدریس ۳ اونۍ فاینل ازمویني |
د یوه سمستر موده |
۷ |
|
د لوړو زده کړو وزارت څخه منظور سوي کریکولم (۱۶۰) کریډیته |
تحصیلي نصاب |
۸ |
|
(۲۲) کریدیټه یا ۱۳.۷ سلنه پوهنتون شموله مضامین (۷۲) کریدیټه یا ۴۵ سلنه تخصصي مضامین (۶۰) کریدیټه یا ۳۷.۷ سلنه اساسي مضامین (۶) کریدیټه یا ۳.۶ سلنه اختیاري مضامین |
د تحصیلي نصاب جوړښت |
۹ |
|
۱۰ سلنه حاضري او د تولګۍ کړني ۱۰ سلنه عملي او کرزنۍ دنده ۲۰ سلنه وسط سمستر ازموینه ۶۰ سلنه فاینل ازموینه |
د یوه مضمون ارزونه |
۱۰ |
|
۵۵ نمرې |
په مضمون کي د بریالیتوب ټیټه نمره |
۱۱ |
|
لږ ۱۷ زیات ۲۱ |
د یوې اونۍ د کریډیټونو ګڼه |
۱۲ |
|
په هر مضمون کي دفاینل ازمویني د شمولیت لپاره ۷۵ سلنه حاضري اړینه ده |
د حاضرۍ ظوابط |
۱۳ |
|
۱-دري دوکتوران ۲-څلور ماستران ۳- یو د ماسترۍ په جریان کي |
د اګرانومي څانګي د موجوده استادانو کڼه |
۱۴ |
|
نسته |
د موجوده کارمندانو ګڼه |
۱۵ |
|
د اګرانومي څخه فارغ کس د لاندي اسنادو مستحق ګرځي ۱-د و وزارت په تاید تصدیق پاڼه ۲-د وزارت په تاید ډیپلوم ۳-د وزارت په تاید د نمرو ټرانسکریپټ |
د اګرانومي څانګي دتحصیلي دورې په بریالیتوب پای ته رسولو اسناد |
۱۶ |
https://drive.google.com/file/d/18cU4-6G3D_STSIbkvRDpOFO14F7ynRl0/view?usp=sharing
https://drive.google.com/file/d/1i4vRtGi6o9VlqNzjTF-8VAhmn9gYS4dy/view?usp=sharing
https://drive.google.com/file/d/1wBO0-6uJWkmYeNQypUd_8aSQ5HImy4IU/view?usp=sharing