د اوبو زیرمو او چاپيریال ساتني څانګي لنډه پیژندنه
د انجنیري پوهنځی د اوبو زېرمواو چاپیریال ساتني انجنیري څانګه د انجنیري پوهنځی تر تاسیس نهه کاله وروسته په ۱۳۹۹ هجري لمریز کال کي د ۱۰۹ تنه محصلینو په درلودلو سره د لمړي ځل لپاره په تدریس پیل وکړ. یاده څانګه ۶ تنه رسمي استادان لري چي ټولو استادانو يې د هیواد په داخل او خارج (ترکیه، هند اوجاپان ) کښي د دوکتورا او ماستري ترکچي لوړي زده کړي تکمیل کړي او یا جریان لري چي څلور تنه ماسټران، یوتن دوکتور او د یوه تن دوکتورا جریان لري. اوسنی تدریسي بهیر د يو تن دوکتور او څلورو تنو ماسټرانو استادانو پر مټ پر مخ وړل کیږي.
لرلید
د اوبو زیرمو او چاپیریال ساتني انجنیري څانګه په پام کي لري چي د زون او هیواد په کچه د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کي یوه مخکښه تعلیمي اداره وي ترڅو د وړ بشري سرچینو د روزني سره سره د اوبو او چاپیریال په برخه کي علمي څېړنیز او ټولنیز خدمات د محلي او نړیوالو معیارونو په نظر کښي نیولو سره مخته یوسي.
رسالت
د اوبوزېرمواوچاپیریال ساتني انجنیري څانګي ماموریت د دې څانګي د غړو ، زده کونکو او کارمندانو لپاره داسي روزنیز چاپیریال رامنځته کول دي، چي پکښې د اکاډمیکو تاسیساتو په نوم لابراتوارونه ، څیړنېز تاسیسات ، نويو درسي کتابونو او ادرسونو ته لاسرسي ، د محلي او ملي اړونده سازمانونو سره همکاري او د تدریسي سیسټم پرمختګ پکښې تضمین سي. او په منظمه توګه د خپلو مهارتونو او کیفیت د لوړولو لپاره هڅه کوي. څانګه د ډېر ښه زده کړیز چاپیریال د چمتو کولو لپاره کوښښ کوي او د خپلو محصلینو او پرسونل ترمنځ د همکارۍ او متقابل احترام روحیه رامنځ ته کوي. اخلاقي اعمالو او د ټولني په وړاندي مسؤلیت ته ترجیح ورکوي او هغه کلتور ته ژمنه ده چي زموږ په ټولنه کي اسلامي او ټولنیز اړخ ولري.
