حیواني علوم څانګه چي د اهلي حیواناتو او مرغانو د ساتلو، د نسلونو اصلاح، د فارمونو د ادارې ، د فارمي حیواناتو د تغذیې او حیواني محصولاتو د توليد، پروسس او ذخیرې په برخه کي د ټولني لپاره متخصصین او کادرونه روزي په ۱۳۸۷ هجري شمسي کال کي د هلمند پوهنتون د کرهڼي پوهنځۍ په چوکاټ کي د دوو نورو څانګو سره یوځای منظور سوه، مګر د کادري استادانو د نشتون له کبله تر ۱۳۹۸ کال پوري غیر فعاله وه، خوشبختانه په ۱۳۹۸ ه ش کال کي یې خپل تدریسي او اکاډیمکي چاري شروع کړې. په لمړي کال د لوړو زده کړوازت لخوا ( ۲۲ ) تنه جدید الشمول محصلان ورته معرفي سوه چی اوس یی دوې دوري د فارغینو په حیث ټولني ته د وړاندي کړيدي. فعلا یې په څلورو ټولګیو کي (۸۸) تنه محصلین په زده کړو بوخت دي. د حيواني علومو څانګه ( ۵ ) کادري ( درې ماسټر او دوه ډي وي ایم ) استادان لري.
د حيواني علومو دڅانګي مکمله برنامه ۱۵۰ کریډیټه ده چی له دې جملې څخه پوهنتون شموله مضامین ۳۲ کریډیټه ( ۲۱.۳۳ سلنه ) ، مسلکي ۷۹ کریډیټه ( ۵۲.۶۶ سلنه )،اساسي ۲۹ کريډیټه ( ۱۹.۳۳سلنه )، انتخابي مضامین ۴ کریډیټه (۲.۶۶ سلنه ) او همدارنګه فاینل تحقیقي پروژه ۶ کریډیټه ( ۴ سلنه ) کیږي تشکیلوي.
د حيواني علومو څانګه به د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کي د حیواناتو د روزني ، تغذیې ، نسل اصلاح ، د حيواني محصولاتو د پروسس او ذخیرې په برخه کي د پوهو ، ژمنو او مسلکي افرادو په روزلو سره د هيواد په کچه سیاله او پر مختللي څانګه وي.
د حيواني علومو څانګه د لوړو علمي او تخنیکي معیارونو پر بنسټ د مسلکي متخصصینو روزنه ، د حیواني تولید او روغتیا په برخه کي تطبیقي څېړني او د ټولني لپاره اغېزمن خدمات وړاندي کوي ، تر څو د مالدارۍ سکتور ته وده ورکړي او د هیواد په اقتصادي پرمختک کي ونډه واخلي.
د حیوانی علومو څانکي فارغ التحصیل تعریف:
د حیواني علومو فارغالتحصیل یو مسلکي شخص دی چي د فارمي حیواناتو د روزنې، تغذیې، روغتیا، د نسل اصلاح ، د حیواني محصولاتو ( ، هګۍ ، غوښه ، لبني محصولات ، شات او فایبر ) د تولید او پروسس ، او د مالدارۍ د مختلفو سیستمونو د مدیریت په اړه علمي او عملي پوهه لري، تر څو د حیواناتو له لاري د انسان لپاره باکیفیته غذايي مواد برابر کړي او په اقتصادي ودې کي ونډه ولري .
د حیواني علومو فارغالتحصیل په لاندي برخو کي فعالیتونه کولای سي
حيواني علومو څانګه د کافي باتجربه ماسټر او ليسانس استادانو لرونکي ده، چي عصري ټکنالوژۍ او منظمو تدريسي وسايلو پر مټ تدريس کوي. حیواني علومو څانګه ۴ مجهز او په اړينو توکو او وسايلو سمبال درسي ټولګي لري، چي په تولو ټولګيو کي يې د ګرمي او يخې هوا سيستم، مناسبي چوکۍ، تدريسي بورډونه، پروجيکټور شتون لري.
فعال او مجهز د څانګي شعبه لري. په حيواني علومو څانګه کي ټوله مرستندويه او کومکي اداري وسايل موجود دي، چي تدريسي او اداري چاري په همږغي مخته وړي. مسجد شریف حیواني کلینک ، لابرتوار، د اوبو رسولو شبکه، بريښنا، پارکينګ، کتابتون، کمپيوټر لب، انټرنيټ کيفي، خدماتي کارګران، کانتين او نور سهولتونه او سرچينې، چي د پوهنتون اړونده ايجاد سوي د حیواني علومو د څانګي محصلين او استادان په اصولي ډول استفاده ورڅخه کولای سي.
د حيواني علومو څانګه د علمي پروګرام پيژندنه:
|
۱ |
د څانګي مکمل عنوان |
حیواني علوم ( مالدارۍ ) |
|
۲ |
د تاسيس نيټه |
1387 لمريز کال |
|
|
د فعالیت کال |
1398 لمریز کال |
|
۳ |
علمي برنامه |
ليسانس (څلور کاله) |
|
۴ |
يو تحصيلي کال |
دوه سمسترونه |
|
۵ |
ټولټال سمسترونه |
اته سمسترونه |
|
۶ |
تحصيلي سيستم |
کريډيټ سيستم |
|
۷ |
د يو سمستر موده |
۱۶ درسي اونۍ او درې اونۍ فاينل ازمويني |
|
۸ |
تحصيلي نصاب |
۱۵۱ کريډيټه (د لوړو زده کړو وزرات څخه منظور سوی) |
|
۹ |
د تحصيلي نصاب جوړښت |
د حيواني علومو دڅانګي مکمله برنامه ۱۵۰ کریډیټه ده چی له دې جملې څخه پوهنتون شموله مضامین ۳۲ کریډیټه ( ۲۱.۳۳ سلنه ) ، مسلکي ۷۹ کریډیټه ( ۵۲.۶۶ سلنه )،اساسي ۲۹ کريډیټه ( ۱۹.۳۳سلنه )، انتخابي مضامین ۴ کریډیټه (۲.۶۶ سلنه ) او همدارنګه فاینل تحقیقي پروژه ۶ کریډیټه ( ۴ سلنه ) |
|
۱۰ |
د يو مضمون/کورس ارزونه |
۲۰ سلنه ازموينه د سمستر په منځ کي. ۶۰ سلنه ازموينه د سمستر په پای کي. ۲۰ سلنه نمرې د پروژې/سيمينار ، کورني کار او حاضري |
|
۱۱ |
د مضمون د برياليتوب لپاره حد اقل نمرې |
۵۵ نمرې |
|
۱۲ |
د يوې اونۍ کريډيټونه |
لږ تر لږه ۱۷ او زيات ۲۱ کريډيټونه په يوه اونۍ کي تدريسيږي |
|
۱۳ |
د حاضرۍ ظوابط |
|
|
۱۴ |
د موجوده استادانو تعداد |
3 تنه ماسټر او 2 تنه DVM (ټولټال 5 تنه) |
|
۱۵ |
د موجوده کارمندانو شمير |
1 تن خدماتي کارمند |
|
۱۶ |
د تحصيلي دورې په بريالي پای ته رسولو سره اسناد |
د پوهنتون او لوړو زده کړو وزارت په تائيد، محصل د تصديق، ډيپلوم او د نمراتو د ټرانسکريپټ مستحق دی. |
https://drive.google.com/file/d/1xmwG44OJNRYXTR2wjZ3vW-7xhDd50lWb/view?usp=sharing