له نشه یي توکو پاک افغانستان ترسرلیک لاندي علمي کنفرانس

د هلمند پوهنتون په پلان کي لري چي د روان ( ۱۴۰۳ هـ ش - ۱۴۴۶ هـ ق کال) په اوږدو کي له نشه یي توکو پاک افغانستان ترسرلیک لاندي علمي کنفرانس دایر کړي. د قلم خاوندان،دیني علماء کرام، د پوهنتون استادان، څېړونکی، مسلکي ماهرین، پالیسي جوړونکي زده کړیالان اونور مینه وال کولای سي، چي خپلي علمي مقالې له موږ سره شریکي کړي.
که تاسي غواړی د همدي ملي کنفرانس د اصلي او فرعي محورونو اړوند مقاله چمتو کړی د ملي او انګلیسي ژبو لپاره فارمت او لارښود،اصلي او فرعي محورونه د همدې لینک څخه ترلاسه کولای سئ.ستاسي علمي مقاله به د هلمند پوهنتون د علمي بورد له طرفه په ډېر غور او دقت سره کتل کیږي او ستاسي سره به یې وروستی پایله شریکیږي.
درنښت
د هلمند پوهنتون اداره
Documents
اصلي او فرعي محورونه ـ پښتومحورهای اصلي و فرعي ـ دری
د کنفرانس لپاره د مقالو انګلیسي فارمت
د کنفرانس لپاره د مقالي پښتو فارمت