وترنري علومو پوهنځی

وترنری علومو پوهنځی

د وترنری علومو پوهنځی د رئيس پيغام

الحمدلله رب العالمین، والصلاة والسلام علی أشرف الأنبیاء والمرسلین، وعلی آله وأصحابه أجمعین.

د هلمند پوهنتون د وترنری علومو پوهنځی، د علم، مهارت او خدمت هغه مهم علمي مرکز دی چي د حیواني روغتیا، عامه روغتیا، د خوړو خوندیتوب او مالدارۍ د پراختیا په برخه کي اساسي مسوولیت پر غاړه لري. زموږ موخه دا ده چي د معیاري تحصیلي برنامو، عملي زده ‌کړو او نويو علمي څېړنو له لارې داسي مسلکي وترنران وروزو چي نه یوازي په مسلکي ډګر کي وړتیا ولري، بلکي اسلامي، ملي او اخلاقي ارزښتونو ته هم ژمن وي.

موږ باور لرو چي د سالمي ټولني بنسټ د انسان او حیوان د روغتیا په ټینګښت پوري تړلی دی. له همدې امله، پوهنځی هڅه کوي چي د ملي او نړیوالو معیارونو سره سم د تحصیل، څېړني او عملي روزني مناسب چاپېریال رامنځته کړي، د مالدارۍ او وترنری سکتور اړتیاوي پوره کړي، او د علمي نوښت له لاري د هېواد د اقتصادي ودي او ځان ‌بسیایني لپاره اغېزمن رول ولوبوي.

زه د پوهنځي له درنو استادانو، ژمنو کارکوونکو او هڅاندو محصلینو څخه صمیمانه مننه کوم چي د علم، څېړني او خدمت په لاره کي خپلي رښتیني هلي ځلي ترسره کوي. هیله لرم چي زموږ دا ګډ سفر د حیواني روغتیا، عامه سلامتيا او علمي پرمختګ په لور د یوې روښانه او باثباته راتلونکي پيلامه وګرځي.

په درناوي

پوهنمل عصمت الله ایثار

د وترنری علومو پوهنخي رئيس

 

د وترنری علومو پوهنځي لنډه پیژندنه

د وترنري علومو پوهنځی ټولني ته داسي علمي کادرونه وړاندي کوي چي، وکولای شي حیواني امراض په خاص ډول هغه امراض  چي، ساري او د حیواناتو او انسانانو ترمنځ مشترک وي تشخیص، تداوي، مخنیوی او کنټرول یې وکړي.

د دې مسلک خاوندان نه یواځي دا چي، حیواني ناروغیو مخنیوي کوي بلکي د ځینو مهمو انساني ناروغیو لکه توبرکلوز، بروسلوز او نورو څخه مخنیوی کوي او همدارنګه د هیواد اقتصاد په قوي کولو کي اساسي رول لري.

د وترنري علومو پوهنځی په ۱۳۹۲ هـ ش کال کي د هلمند پوهنتون په چوکاټ کي تآسیس سوه، چي له تآسیس سره سم یې یوازې یوه څانګه (کلینیک څانګه) له دوه تنو کادري استادانو سره منظور سوه. اوس مهال وترنري علومو پوهنځی څلور څانګي (کلینیک ، پاراکلینیک، غذایی موادو ټیکنالوژی او پري کلینیک) لري چي مجموعي اته (۸) تنه کادري پرسونل لري چي درې تنه یی ماسټران، د یوه استاد ماسټري جریان لري او پاته څلور تنه استادان یی لیسانس دي.

د وترنري علومو پوهنځی د خپلو علمي او اداري فعالیتونو سربیره د تضمین کیفیت، ستراتیژیک پلان جوړونې،  ازموینو، نظم او دسپلین، تعلیمي نصاب، فرهنګي او نشراتي فعاله کميټې لري.

د وترنری علومو پوهنځي تدريسي او څېړنيزي چاري د مسلکي، متخصصو او ژمنو استادانو له‌ خوا پر مخ وړل کيږي. د محصلینو لپاره په پوهنتون کښي مسجد شریف، معیاري درسي ټولګي،  حیوانی کلینیک ، کتابتون، کمپیوټر ليب، تدريسي لابراتوارونه، د انټرنیټ اسانتیا، او سالم تفریحي چاپېریال برابر سوی دی، ترڅو محصلین په یوه مناسب او اغېزمن علمي چاپيريال کي خپلي زده کړي ترسره کړي.

 

د وترنری پوهنځي څانګي

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ليرليد، رسالت او موخي

  • لرليد (Vision)

د وترنری علومو پوهنځی غواړي چي د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کي د حیواني روغتیا، څېړنې او مسلکي روزنې په برخه کي یو مخکښه پوهنځی وي، چي د ټولنې اړتیاوو ته د عصري، پایدارو او اغېزناکو حل لارو له لاري ځواب ووایي.

 

وترنری علومو پوهنځی په پام کي لري، چي په ښه او مسلکي پوهۍ سمبال وترنران ټولني ته وړاندي کړي. د څېړنو، نوښتونو او علمي پرمختګ لپاره لا زیات کار کول. د حیواني ناروغیو کنټرول، د وترنری اقتصاد پیاوړتیا او د ملي او نړیوالو بنسټونو سره د همکارۍ پراخول.

 

اهداف (Goals)

  • د اسلامي اخلاقو او وطنپالنی روحیه.
  • د استادانو د مسلکي او تخصصي پوهي په برخه کي د ظر فیت لوړول.
  • دکیفیت د لوړاوي په برخه کي اکاډمیک اعتبار اخیستل.
  • د تدریس، څېړني او عملي خدماتو معیاري کول.
  • د وترنری ساینس او ټکنالوژۍ وده.
  • د حیواناتو، انسانانو، او چاپېریال ساتنه.
  • له ملي او نړیوالو بنسټونو سره د اړیکو پراخول
  • تحصیلی بنسټ په ټولو چارو کي پر کیفیت باندی متمرکز کیدل.

 

بنسټیز ارزښتونه (core values)

  1. صداقت او ریښتینولي.
  2. مسلکیتوب.
  3. نوښت او څیړنې
  4. کیفیت او لوړ معیارونه
  5. د محصلینو، استادانو او اداري همکارانو وده

 

د وترنری پوهنځي کادري غړو جدول

د وترنری علومو پوهنځی د استادانو تشکیلاتي چارټ

 

د وترنري علومو پوهنځی اداري کارمندانو تشکیلاتي چارټ

                                                                                                       

 

 د تحصيلي درجې له مخي د استادانو احصائيه 

 

                                                                                                         د علمي رتبو له مخي د استادانو احصائيه

 

                                                                                                         د وترنری علومو  پوهنځي برحاله محصلينو شمېر     

د وترنری علومو پوهنځی پوهنځي د فارغه محصلينو شمېر