هلمند پوهنتون کي د علمي رتبو علمي کنفرانسونه وړاندي سوه

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۶:۱۰
ژوري هئیت

د هلمند پوهنتون دوو تنو استادانو د  پوهنملى علمي رتبو کنفرانسونه د ژوري هیئت په حضور کي وړاندي کړه.

په یادو کنفرانسونو کي د هلمند پوهنتون رهبري، ژوري هیئت پوهندوي دوکتور علي احمد احمدي، پوهنمل دوکتور نور احمد اېمل، پوهنمل دوکتور عبدالاحد ارین، استادانو او ادارې همکارانو ګډون کړی و.

غونډه د قرآنکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سوه.

د هلمند پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د فقه او قانون څانګۍ استاد پوهنیار محمد ظاهر مدثر د "اسلامي شریعت له نظر د ښځي زینت" او د ښووني او روزني پوهنځي د ریاضي څانګۍ استاد پوهنیار بشیر احمد بابازوی "د لومړی ترتیب معمولي تفاضلي معادلو د استعمال ځایونه" تر سرليکونو لاندي د پوهنملى علمي رتبو اړوند کنفرانسونه د ژوري هیئت په حضور کي وړاندي کړه.

د کنفرانسونو وروستي برخه کي مناقشه ترسره سوه او د ګډونوالو پوښتنو ته تفصیلي ځوابونه ورکړل سوه.

د ژوري هیئت له لوري یاد علمي کنفرانسونه د ټولني د استفادې وړ او تائید وګرځېده.

 

غونډه په اختتامیه دعا سره پای ته ورسېده.

 

نېټه: ۵/۱۲/۱۴۴۵ ه.ق

هلمند پوهنتون

د عامه پوهاوي او نشراتو لوی مدیریت

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS