هلمند پوهنتون کي د پلان جوړوني يو ورځنی معلوماتي ورکشاپ وړاندي سو

نېټه: ۱۴۴۵/۱۲/۲۵ ه.ق
نن دوشنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د مسلکي پراختیا مرکز په همکارۍ د پلان جوړوني یو ورځنی ورکشاپ د اقتصاد پوهنځي استاد له لوري وړاندي سو.
د ورکشاپ د پیل وینا د هلمند پوهنتون علمي مرستیال ښاغلي پوهنیار محمد نعیم دوست وکړله. ښاغلي دوست د ورکشاپ ګډونوالو استادانو او کارمندانو ته د پلان جوړوني پر ارزښت وینا وکړله .
بیا د یاد پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد ښاغلي پوهنیار حکمت الله خادم له لوري د پلان جوړوني يو ورځنی معلوماتي ورکشاپ پیل سو.
د ورکشاپ په لړ کي پر پلان پیژندني، د هغه پر ډولونو، خاصیتونو، پروسو او پلان جوړوني، کنترول او تطبیق سربیره ګڼ نور معلومات هم حاضرینو ته وړاندي سول.