د ټاپي پروژې اغېزې د افغانستان پر اقتصاد باندي  تحليلي او څيړنيزه مقاله ارائيه سوه

helmand@123
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۳:۳۹
ټاپي

نېټه: ۱۴۴۶/۴/۲۳ ه ق

نن شنبه هلمند پوهنتون کي د اقتصاد پوهنځي د زده کړيالانو له لوري"پر افغانستان د ټاپي پروژې اقتصادي اغېزې" تر سرليک لاندي څېړنيزه او تحليلي مقاله وړاندي سوه.

نوموړې مقاله چي ددې  پوهنتون د غونډو په تالار کي د پوهنځيو مسؤلينو، استادانو او محصلينو په حضور کي را پيل سوه، د اقتصاد پوهنځي رئيس پوهنيار محمد نعيم "کاکړ" د پيل خبرو کي د محصلانو له څېړنېزو فعاليتونو او هڅو رضايت وښود او زياته يې کړه، چي ياده پوهنځى تل محصلانو ته د نوښتونو  د رامنځته کولو په برخه کي لاري هواري کړي او لا به پر دې برخي تمرکز کوي. 

ورپسې د اقتصاد پوهنځي د دريم ټولګي محصلانو د مقالې "څېړنيزي او تحليلي موندني" شريکي کړې. 

پيل يې د ټاپي پروژې له شاليد وکړ او په يادي پروژې کي د نورو شاملو هيوادونو پر ګټو سربيره  افغانستان ته يې اقتصادي ارزښت او ګټي روښانه کړې. 

نوموړو پر هيواد باندي د يادي پروژې د اقتصادي تاثيراتو  ټول اړخونه بيان کړه، 
  " ترانزيټي عايد، د  زيربنايي پروژو تطبيق، د بهرنيو پانګونو جذب ، صنعتي پراختيا او کاري بوختياوو ايجاد" هغه موندني وې، چي د افغانستان د اقتصادي ودي لپاره  په نوموړي پروژه  کي نغښتي دي. 

 

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS