د علمي همکاریو او اړیکو د ټینګښت په موخه د هلمند پوهنتون  او غزني تخنیکي پوهنتون ترمنځ دوه اړخیزه هوکړه لیکونه لاسلیک سو

helmand@123
شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۹ - ۱۵:۲۲
هوکړه لیک

نېټه: ۱۴۴۶/۵/۷ ه.ق

نن شنبه د هلمند پوهنتون د ریاست په انګړ کي د ګډو همکاریو تفاهم لیکونه د هلمند پوهنتون د رئیس شيخ الحدیث حافظ مولوي محمد نسيم "حقاني" او د غزني تخنیکي پوهنتون د رئیس پوهنمل فدامحمد "محمدي"  ترمنځ د یاد پوهنتون د نشراتو مدیر ښاغلي خالد او د کوربه پوهنتون د رهبرۍ غړو په حضور کي لاسلیک سو.

د ياد رسمي تفاهم لیک د لاسلیک په بهیر کي د دواړو علمي بنسټونو مسؤلینو د دغه تړون په اړه څرګندوني وکړې او ویې ویل، چي د نوموړي تفاهم لیک په اساس به د پوهي او سرچینو تبادله، د مشترکو څيړنیزو پروژو د پلي کولو او په ځانګړي ډول د اړوندو پوهنځیو علمي او اداري تجربو په ښه توګه شریکولو اسانتیا رامنځته سي.

د یادولو وړ ده، چي مخکي هم هلمند پوهنتون د اکاډمیکو همکاریو په موخه دوه اړخیزه تفاهم لیکونه د ګڼو پوهنتونو سره د اړیکو د پیاوړتیا، د څېړنیزو پروژو د ترسره کولو او نورو مشترکو چارو لپاره لاسلیک کړي دي.

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS