.هلمند پوهنتون کي په اسلامي نظام کي د خدمت کولو فضلیت تر سرلیک لاندي سمینار وړاندي سو

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۳ - ۱۴:۵۷
سمینار

نېټه: ۱۴۴۶/۶/۱ هــ ق

نن سې شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښي د مسلکي پرمختیا مرکز په همکارۍ د دعوت او ارشاد آمریت لخوا په اسلامي نظام کي د خدمت کولو فضلیت تر سرلیک لاندي سمینار وړاندي سو، چي پر مهال یې د دې پوهنتون استادانو او اداري غړو ګډون درلود.

په یاد سمینار کي د دعوت او ارشاد آمریت آمر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب په اسلامي نظام کي د خدمت کولو په اړه ارزښتناکي خبري وکړې.

هغه په خپلو خبرو کي په اسلامي نظام کي د خدمت کولو پر فضیلت بحث وکړ. ښاغلي ذاکر وویل چي په اسلامي نظام کي خدمت کول د جهاد سره مشابه فضیلت لري او هغه کسان چي د اسلامي نظام تر چتر لاندي دنده ترسره کوي، په حقیقت کي د خپل دین او هیواد د پرمختګ او ارتقاء لپاره کار کوي.

ښاغلي ذاکر د سمینار په بهیر کي ګډونوالو ته وویل، چي اسلام د ټولني خدمت ته ځانګړی اهمیت ورکړی دی. هغه ټینګار وکړ، چي د خدمت په اړه خپل نیت پاک وګرځوئ، تر څو د پوره اجر او ثواب څښتنان سئ.

سمینار په دعائيې سره پای ته ورسېدی.

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS