.هلمند پوهنتون کي د سلګونو محصلانو څخه د تعلیم الاسلام سیالۍ ازموینه واخيستل سوه

helmand@123
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۱:۵۶
تعلیم الاسلام

نېټه: ۱۴۴۶/۶/۱۴ ه.ق

نن دوشنبه د هلمند پوهنتون په انګړ کي د ۴۰۰ تنو محصلانو څخه د تعلیم الاسلام سیالۍ ازموینه واخیستل سوه. چي پر مهال یې د پوهنتون مسؤلینو او استادانو حضور درلود.

دغه سیالي د لوړو زده کړو وزارت په لارښوونه د هلمند پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري راپیل سوې، چي د سیالۍ د پرانیستي په مراسمو کي ددې پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي صدیق الله همت ګډونوالو ته په وینا کي وویل، د دې پروګرام هدف د محصلانو د اسلامي پوهي لوړول او دیني زده کړو ته د هغوی د علاقې زیاتول دي. هغه زیاته کړه چي  داسي سیالۍ د محصلانو په فکري او علمي ودي کي مهمه ونډه لري.

نوموړي د بریالیو محصلانو د انعامونو په اړه وویل، چي ګټونکو محصلانو ته ګڼي جایزې، کمپیوټرونه او نور ارزښتناک شیان په نظر کي نیول سوي دي، چي بریالیو محصلانو ته به له اعلان وروسته وسپارل سي.

باید وویل سي، چي د دې سیالۍ د ترسره کولو بهیر په څو پړاوونو کي وو، لومړی محصلانو د ګډون لپاره نوملیکنه وکړه او د پوهنتون له لوري د ماخذ په توګه ورته د تعلیم الاسلام کتاب ورکړل سو. چي د مطالعې د ټاکل سوي وخت وروسته د محصلانو څخه ازموینه واخیستل سوه.

تازه ترین اخبار

Wed, May 03 2023 8:34 AM
Background image

په هلمند پوهنتون کي د زرګونو علماءو د لویي دورې سندونو د ارزوني ازموینه ترسره سوه!

ورځ: سه شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۱۰/۱۱
 هلمند پوهنتون  نن د علماءو د لویي دورې سندونو د ارزوني په پار زرګونو علماءو د ازمویني کوربه و، چي د یادي ازمویني په افتتاحیه مراسمو کي د لوړو زده کړو. . .

Tue, Feb 07 2023 10:43 AM
Background image

اطلاعه تبدلیي محصلان از روزانه به شبانه

همانطوریکه در جریان هستید، بر اساس تصمیم شورای وزارت تحصیلات عالی، تبدیلدی محصلان از پوهنتون های روزانه به شبانه تا اطلاع ثانوی متوقف شده بود،
بر اساس دستور جدید وزارت محترم تحصیلات. . .
Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .

BACK TO NEWS