په هلمند پوهنتون کي د اسلامي امیر اطاعت تر سرلیک لاندي اصلاحي سمینار وړاندي سو

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۵:۴۲
سمینار

نېټه: ١٤٤٦/٨/٥ هـ ق کال

نن سې شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د اسلامي امیر اطاعت تر سرلیک لاندي اصلاحي سمینار، د دې پوهنتون استادانو او اداري کارمندانو ته وړاندي سو.

د سمینار په پیل کي د دعوت او ارشاد آمر ښاغلي مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب د امراوو ډولونه تشریح کړه، چي په وینا یې امراء پر دوه ډوله دي، مؤبد او موقت او اسلام د دې دواړو امیرانو د شرعي اطاعت تاکید کړی دی.

نوموړي زیاته کړه، چي الله تعالی قرآنکریم کي د خپل ځان او رسول الله ﷺ تر اطاعت وروسته د شرعي امیر پر اطاعت او پیروۍ ټینګار کړی دی، ځکه د امیر اطاعت اصلا د الله تعالی اطاعت دی.

همداراز ښاغلي ذاکر صاحب و ویل: د مسلمانانو لپاره د شرعي امیر شتون او اطاعت ستر مقام لري، د یو شرعي امیر اهمیت او شتون له دې څخه څرګندیږي، چي د رسول الله ﷺ تر وفات وروسته د هغه ﷺ جنازه تر هغو دفن نه سوه، تر څو چي یې ځای ناستی او امیر نه وو ټاکل سوی، ځکه د اسلامي امیر په شتون کي د مسلمانانو مقدسات خوندي او مسلمانان د خپلو اسلامي شعائرو څخه برخمن وي.

غونډه په دعائیې سره پایته و رسېدل.

هلمند پوهنتون

د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي آمریت

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS