سېول څانګه

انجنیري پوهنځي، سېول څانګي لرلید او رسالت

لرلید :

د انجنېرۍ پوهنځي سېول څانګه  هڅه کوي ترڅو ټولني ته داسي په مسلک سمبال، د نوي ټکنالوژۍ سره بلد او ژمن انجنېران وړاندي کړي چي د مستحکمو، اقتصادي او پر نړيوالو انجنېري معيارونو برابرو ودانيو او بنسټيزو جوړښتونو په طرح کولو او جوړولو سره ټولني ته هوسايي او سوکالي ورکړي.

 

رسالت:

د انجنېرۍ پوهنځي سېول څانګه دا خپله دنده ګڼي ترڅو د ټولني د پرمختګ پر وړاندي پرتې ستونزي را سربېره او د له منځه وړلو د پاره يې ځوان نسل ته سالمه، علمي او مسلکي روزنه ورکړي. چي دې موخې ته د رسېدو د پاره موږ هڅه کوو ترڅو خپلي علمي برنامې پراخي او د ټولني حقيقي ستونزي د خپلو څېړنو موضاعات و ګرځوو.