.د هلمند پوهنتون دنړیوال ژورنال لومړی ازمايښتي ګڼه پر لیکه سوه

helmand@123
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۳۷
ژورنال

د هلمند پوهنتون د علمي څېړنو آمریت او مجلې آمریت په نوښت او هلو ځلو د هلمند پوهنتون لپاره د ساینسي علومو په برخه کي (HELMAND ACADEMIC AND RESEARCH INTERNATIONAL JOURNAL) د نړیوال ژورنال ټولي چاري(د ویب سایټ چمتوالی، د ژورنال بورډ، پالیسي...) بشپړي سوي.

هلمند پوهنتون د یاد ژورنال ازمایښتي لومړی ګڼه خپره او د ژورنال په آرشیف کي پورته کړه. ددې ژورنال د خپراوي ساحه: کرهڼه پوهنځي، انجینري پوهنځي، وترنري پوهنځي او د ښووني او روزني پوهنځي( کیمیاڅانګه، ریاضي څانګه، بیولوژي څانګه او فزیک څانګه) ده.

په دې ازمایښتي ګڼه کي اوه(۷) نړیوالې مقالې خپري سوي دي.

د هلمند پوهنتون د علمي څېړنو آمریت او مجلې آمریت به ددې ژورنال د جواز تر اخیستلو وروسته د ټولنیزو علومو په برخه کي هم نړیوال ژورنال ایجاد کړی.

هلمند پوهنتون تل هڅه کوي، چي د هېواد کادري غړو، زده کړیالانو، د قلم خاوندانو او علمي قشر لپاره د بېلا بیلو لارو خدمات وړاندي کړي.

تاسي کولای سئ د لاندي لینک له لاري مقالې کښته کړئ.

http://harij.helu.edu.af/

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS