هلمند پوهنتون د ټولني د ورګډېدو تر شعار لاندي د عامه پوهاوي پروګرام پیل کړ.

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۵:۹
سمینار

هلمند پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت او د یاد پوهنتون د رهبرۍ په ملاتړ، د «ټولني ته د ورګډېدو» تر شعار لاندي د عامه پوهاوي یو پراخ پروګرام پیل کړ، چي موخه یې د پوهنتون او ټولني ترمنځ د شته واټن راکمولو، د کروندګرو ستونزو ته د علمي حل‌لارو موندلو او د کرني سکتور ته د علمي بڼي ورکولو هڅی دي.

د یاد پروګرام عملي پیل د هلمند ولایت له نادعلي ولسوالۍ څخه وسو، چيري چي د هلمند پوهنتون د زراعت او وترنري علومو پوهنځي استادانو او محصلینو د کروندګرو سره له نږدې د دوی د کرنیزو فعالیتونو عملي ارزونه وکړه او هغوی ته یې د علمي مشورو ترڅنګ اړیني لارښووني وړاندي کړې.

د زراعت پوهنځي استاد دوکتور شمس الدین وفا ددې پروګرام د هدف په اړه وویل، د دې نوښت اساسي موخه دا ده چي پوهه یوازي تر درسي ټولګیو محدوده پاتي نه سي، اوس یې وخت دی، چي دا هر څه تر کروندګرو ورسېږي او له هغوی سره یو ځای د ستونزو د حل لاري ولټول سي. نوموړي زیاته کړه، چي دا چاره د پوهنتون علمي، دیني او ټولنیز مسئولیت بلل کيږي.

په ورته وخت کي،  د نادعلي ولسوالۍ یو کروندګر د پوهنتون له دې نوښت څخه خوښي وښوده او ویې ویل، چي د پوهنتون د استادانو راتګ ورته نوې هیله ورکړې ده. د هغه په وینا، دوی د زراعتي افتونو، اصلاح شوو تخمونو، اوبو د سم مدیریت او عصري کرنیزو طریقو په اړه مهم معلومات ترلاسه کړل.

د هلمند پوهنتون د مسئولینو په وینا، د ټولني د ورګډېدو دا لړۍ به په تدریجي ډول د هلمند ولایت نورو ولسوالیو ته هم وغځول سي، تر څو علمي پوهه د ټولني تر بنسټیزو قشرونو ورسيږي او د دوامدار پرمختګ لامل وګرځي.

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS