.له بندیانو سره د ښه سلوک په اړه د مشرتابه مقام د ۹ ګڼه فرمان تشریح وړاندي سوه

helmand@123
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۶:۴
ښه سلوک

نن د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد کي د دعوت او ارشاد آمریت په همکارۍ د عـ.الیـ.قدر حفـ.ظه‌الله تعالی د بندیانو سره د ښه سلوک په اړه د ۹ ګڼه فـ.رمـ.ان د تشریح سمینار ترسره سوه، چي په کښې د پوهنتون استادانو ګډون درلود.

یاد فر/مان د ۷/۳/۱۴۴۱ هـ.ق نېټې صادر سوی، چي تشریح یې د هلمند پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر محترم مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب له لوري وړاندي سوه. نوموړي د قرآن کریم، نبوي سنتو او د اسلامي شریعت د اصولو په رڼا کي د بندیانو سره د انساني، اخلاقي او شرعي سلوک پر اهمیت خبري وکړې.

مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب وویل، چي الله جل جلاله په قرآن عظیم‌الشان کي، د سورة الدهر په ۸ آیت مبارک کي، د بندیانو سره د ښه سلوک په اړه مسلمانانو ته څرګند لارښوونه کړې ده، چي بندیانو ته دي خواړه ورکړل سي. نوموړي زیاته کړه، چي دا آیت مبارک د بندیانو د پالني، درناوي او انساني کرامت ساتلو څرګند بیان کوي.

همدارنګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له احادیثو یادونه وسوه، چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: « له بندیانو سره ښه سلوک وکړئ». د سیرت له عملي بېلګو څخه هم یادونه وسوه، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم به بندي مسلمانانو ته سپاره او سپارښتنه به یې کوله، چي له هغه سره ښه سلوک وکړي.

نوموړي د صحیح مسلم شریف له حدیث څخه هم یادونه وکړه، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «الله تعالی به د قیامت په ورځ هغو کسانو ته سخت عذاب ورکړي، چي په دنیا کي خلک ځوروي». دا حدیث د بندیانو او عامو خلکو سره د هر ډول شکنجې او ظلم سخت منع کوي.

همدارنګه د اسلامي تاریخ له روښانه بېلګو څخه د حضرت ثمامه بن اثال رضی الله عنه پېښه هم یاده سوه، چي د بند پر مهال د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حسن سلوک له امله یې اسلام قبول کړ، چي دا د ښه سلوک د دعوتي اغېز څرګنده بېلګه ده.

د سمینار په پای کي مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب وویل، چي د عا/لیقدر امیر/المـ.ؤمـ.نین حفظـ.ه‌الله تعالی د ۹ ګڼه فـ.رمـ.ا ن اساسي موخه دا ده، چي د اسـ.لامي نظـ.ام تر چتر لاندي د بندیانو انساني کرامت وساتل سي، له هغوی سره عادلانه او رحمانه چلند وسي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت په عملي ډول ژوندی وساتل سي.

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS