.هلمند پوهنتون کي د څېړني د بنسټيزو مفاهیمو په اړه درې ورځنی سمینار پیل سو

helmand@123
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۵:۱
سمینار

نن د هلمند پوهنتون د علامه خطابي بستي رحمه‌الله په تالار کښې د مسلکي پرمختیا آمریت له لوري، د څېړنیز مرکز په همکارۍ، د څېړني اړوند درې ورځنی علمي سمینار پیل سو، چي په کښې د ۱۶ بیلابیلو سکتوري ادارو او اکاډمیکو بنسټونو لسګونو غړو ګډون کړی دی.

 

یاد سمینار د څېړنې د بنسټیزو مفاهیمو، څېړنیزي میتودولوژۍ، څېړنیزو اخلاقواو د علمي ژورنالونو د پېژندني په موخه تنظیم سوی، تر څو د ګډونوالو علمي او څېړنیز ظرفیت لوړ سي.

د دې سمینار د وړاندي کولو چاري پوهنیار عبدالباري هجران، پوهنمل دوکتور هدایت احدياو پوهنیار جاهد احمد درانۍ په غاړه لري، چي د یادو استادانو له لوري به د درې ورځو په لړ کي بېلابیلي علمي او څېړنیزي موضوعګاني تشریح او وړاندي سي.

تمه ده، چي دغه سمینار به د علمي څېړنو د پیاوړتیا، د څېړنیز فرهنګ د پراختیا  او د ادارو ترمنځ د علمي همغږۍ په برخه کي مهمي پايلي ولري.

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS