.د هلمند پوهنتون او اېمل ښوونیز مرکز ترمنځ د ګډو علمي همکاریو تفاهم لیک لاسلیک سو
د هلمند پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت له لوري له اېمل ښوونیز مرکز سره د ګډو علمي همکاریو تفاهم لیک لاسلیک سو.
د دې تفاهم لیک موخه د هلمند پوهنتون محصلانو او همکارانو ته د انګلیسي ژبي او کمپیوټر زده کړو لپاره د مناسبو فرصتونو برابرول دي، څو محصلان وکولای سي خپل علمي او مسلکي ظرفیت لوړ کړي او د عصري ټکنالوژۍ او نړیوالو مهارتونو سره لا زیات بلدتیا پیدا کړي.
د تفاهم لیک له مخي به اېمل ښوونیز مرکز د هلمند پوهنتون محصلان او همکاران د یادو کورسونو په زده کړه کي په ۴۰ سلنه تخفیف سره ومني.
د یادوني وړ ده، چي هلمند پوهنتون د خپلو محصلینو او کارکوونکو د علمي ظرفیت لوړولو او عملي تجربو د زیاتولو په موخه تر دې وړاندي هم له بېلابېلو علمي او تعلیمي ادارو سره ورته تفاهم لیکونه لاسلیک کړي دي.
