په هلمند پوهنتون کي ممتاز او نوښتګر محصلین وستایل سوه.

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۳۳
ستاینغونډه

نن د یاد پوهنتون د امام ابو داوود سجستاني رحمه الله د غونډو په تالار کي یو شمېر نوښتګر او ممتاز محصلین د یوې پراخي غونډي په ترڅ کي و ستایل سوه.

په دې غونډه کي د پوهنتون رهبرۍ، استادانو، اداري کارکوونکو او ګڼ شمېر محصلینو ګډون درلود.

غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سوه.

وروسته د محصلانو چارو مرستیال مفتي صدیق الله همت صاحب په خپلو خبرو کي وویل، چي په دې پروګرام کي د پوهنتون، پوهنځي او صنف په کچه ممتاز محصلین او هغه زده‌ کوونکي ستایل کيږي، چي خپلي نظري زده کړي یې په عملي بڼه پلي کړي دي.

هغه پر محصلینو ږغ وکړ، چي د نظري زده کړو ترڅنګ و عملي زده کړو ته زښته پاملرنه وکړي.

ورپسې د پوهنتون رئیس، شیخ الحدیث مفتي محمد شریف الله ابو احمد صاحب ارزښتناکه وینا وکړه.

نوموړي د نبوي حدیث شریف په استناد وویل، چي قوي مؤمن تر کمزوري مؤمن غوره دی، ځکه هغه د دین، هیواد او ټولني لپاره ډېر خدمت کوي.

نوموړي و ممتازو او نوښتګرو محصلینو ته مبارکي وویله او له نورو زده‌ کوونکو یې وغوښتل، چي په خپلو زده کړو کي هڅه وکړي تر څو په راتلونکي کي د نوښت او پرمختګ څخه برخمن سي.

هغه همداراز پر استادانو ټینګار وکړ چي د محصلینو سره د نظري زده کړو د عملي کولو په برخه کي همکاري وکړي او د هیواد علمي امانت په سمه توګه وروزي.

د پروګرام په پای کي ممتازو او نوښتګرو محصلینو ته تحفې ورکړل سوې.

د یادوني وړده، چي د پوهنتون د څېړنیز آمریت له لوري د محصلانو له خوا جوړ سوي موډلونه او ابتکارونه هم نندارې ته وړاندي سول.

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS