.د پلان او راپور جوړولو په اړه یو ورځنی روزنیز سمینار ترسره سو

نن د هلمند پوهنتون د سمنیارونو په تالار کي د کارکوونکو چارو آمریت له لوري د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې په همکارۍ د پلان او د کړنو راپور جوړولو په اړه یو ورځنی سمینار ترسره سو، چي په کښې د پوهنتون لسګونو اداري کارکوونکو ګډون کړی و.
سمینار د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې استازي ښاغلي دین محمد رحیمي پیل کړ. نوموړي په ادارو کي د پلان جوړولو پر اړتیا، د هغه د تطبیق اهمیت او اغېزمنتیا په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندي کړل.
وروسته ښاغلي رحیمي د کلني پلان د جوړښت، د اساسي موخو د ټاکني، د اجزاوو د تنظیم او د کال په اوږدو کي د اجرا لپاره د ویشلو پر لارو چارو تفصیلي بحث وکړ.
همدارنګه، هغه روښانه کړه، چي څنګه د کړنو د راپور په فورم کي د اجرا او لا اجرا سوي فعالیتونه ثبت سي او د دغه فورم د معیاري ډکولو په اړه یې ګډونوالو ته هر اړخیزي لارښووني وکړې.
د سمینار په وروستۍ برخه کي د کارکوونکو د ارزوني او څارني فورمونه تشریح سول. ښاغلي رحیمي د نمرې ورکولو څرنګوالی، د کړنو د وضعیت ارزونه او نور اړین موارد په تفصیل سره څرګند کړل.
په غونډه کي ګډونوالو خپلي پوښتني هم مطرح کړې، چي ښاغلي رحیمي ورته منطقي او مستدل ځوابونه ورکړل.