.د پلان او راپور جوړولو په اړه یو ورځنی روزنیز سمینار ترسره سو

helmand@123
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۳:۵۹
پلان

نن د هلمند پوهنتون د سمنیارونو په تالار کي د کارکوونکو چارو آمریت  له لوري د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې په همکارۍ د پلان او د کړنو راپور جوړولو په اړه یو ورځنی سمینار ترسره سو، چي په کښې د پوهنتون لسګونو اداري کارکوونکو ګډون کړی و.

سمینار د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې استازي ښاغلي دین محمد رحیمي پیل کړ. نوموړي په ادارو کي د پلان جوړولو پر اړتیا، د هغه د تطبیق اهمیت او اغېزمنتیا په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندي کړل.

وروسته ښاغلي رحیمي د کلني پلان د جوړښت، د اساسي موخو د ټاکني، د اجزاوو د تنظیم او د کال په اوږدو کي د اجرا لپاره د ویشلو پر لارو چارو تفصیلي بحث وکړ.

همدارنګه، هغه روښانه کړه، چي څنګه د کړنو د راپور په فورم کي د اجرا او لا اجرا سوي فعالیتونه ثبت سي او د دغه فورم د معیاري ډکولو په اړه یې ګډونوالو ته هر اړخیزي لارښووني وکړې.

د سمینار په وروستۍ برخه کي د کارکوونکو د ارزوني او څارني فورمونه تشریح سول. ښاغلي رحیمي د نمرې ورکولو څرنګوالی، د کړنو د وضعیت ارزونه او نور اړین موارد په تفصیل سره څرګند کړل.

په غونډه کي ګډونوالو خپلي پوښتني هم مطرح کړې، چي ښاغلي رحیمي ورته منطقي او مستدل ځوابونه ورکړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۴:۲
Background image

.د اسلام له نظره متقابل احترام او د چاپلوسۍ عذاب په اړه علمي او اصلاحي سمینار وړاندي سو

د هلمند پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون په مرکزي مسجد کي د ( متقابل احترام او چاپلوسۍ ترمنځ توپیر او د چاپلوسۍ عذاب د اسلام له نظره) تر عنوان لاندي یو علمي او اصلاحي. . .

چهارشنبه, سپتمبر 17 2025 1:59 PM
Background image

.د پلان او راپور جوړولو په اړه یو ورځنی روزنیز سمینار ترسره سو

نن د هلمند پوهنتون د سمنیارونو په تالار کي د کارکوونکو چارو آمریت  له لوري د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې په همکارۍ د پلان او د کړنو راپور جوړولو په اړه یو ورځنی سمینار ترسره سو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۴:۴۹
Background image

.د اهل سنت والجماعت عقيدې په اړه ديني او علمي سمينار وړاندي سو

نن د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښي، د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د اهل سنت والجماعت د عقيدې په اړه ديني او علمي سمینار ترسره سو، چي په کښې د پوهنتون ګڼ شمېر استادانو، اداري. . .

BACK TO NEWS