.د روحي فقر پر زیانونو او حل‌ لارو علمي سمینار ترسره سو

helmand@123
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۴:۴۲
سمینار

نن د هلمند پوهنتون په مرکزي جومات کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د روحي فقر په اړه یو علمي او اصلاحي سمینار د ترسره سو، چي پر مهال یې د پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او خدماتي همکارانو ګډون کړی و.

یاد سمینار د دعوت او ارشاد آمر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب له خوا وړاندي سو. نوموړي د روحي فقر په اړه وویل، دا هغه حالت دی، چي انسان له دیني، اخلاقي او معنوي ارزښتونو څخه ليري سي او دا چاره د فردي او ټولنیزو ستونزو سبب ګرځي. هغه وویل، چي کله مسلمان د الله جل جلاله د یاد څخه غافله سي او هر څه یواځي د خپلي پوهي ثمر وبولي، نو په نتیجه کي ددغه انسان زړه سختیږي او په روحي فقر مبتلا کیږي.

محترم مولوي صاحب د روحي فقر د مبتلا کېدو بل دلیل دا وړاندي کړ، چي کله یو فرد یو عبادت یا عمل د الله جل جلاله د رضا لپاره کړی وي، خو وروسته ریا ترې وسي، نو دا عمل یې د بنده د خوښۍ یا د هغه په نظر کي د لوړو معلومېدلو ځای ونیوی، چي له امله یې ورته ثواب نه رسیږي.

نوموړي د روحي فقر زیانونو ته په اشارې سره وویل، چي د ایمان کمزوری کېدل، اخلاقي انحطاط، رواني بې ‌ثباتي او د ټولنیزو ارزښتونو کمزوري کېدل د دې پدیدې مهمي پایلي دي او ټینګار یې وکړ، چي د روحي فقر مخنیوی د هر فرد ګډ مسؤلیت دی.

محترم مولوی صاحب، ددې د علاج په توګه وویل، مرګ په یاد کي ساتل، د ګناه وروسته توبه کښل او د الله جل جلاله څخه دعا غوښتل، ددې ناروغۍ درملنه ده.

په پای کي نوموړي ګډونوال وهڅول، چي د دیني لارښوونو عملي کول، یو بل ته د خیر توصیه کول او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر فریضه په سمه توګه ترسره کول د روحي فقر د مخنیوي اغېزمني حل لاري دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۶ - ۱۰:۱۲
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۳ - ۹:۴۲
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS