د بیولوژي محصلینو خپلي څېړنیزي پایلي له روغتیايي مسؤلینو سره شریکي کړې.
د هلمند پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د بیولوژي څانګي د څلورم ټولګي محصلینو او استادانو له لوري د څېړنیزو پایلو د شریکولو او عامه پوهاوي په موخه د هلمند ولایت د عامي روغتیا ریاست له مسؤلینو سره ګډ علمي کنفرانس ترسره سو.
په دغه کنفرانس کي ۲۱ تنو محصلینو د خپلو استادانو په ملتیا ګډون کړی و، چي اوو تنو محصلینو د نري رنځ، محرقې، انفلونزا او نورو روغتیايي موضوعاتو په اړه خپلي څېړنیزي موندني او علمي پایلي وړاندي کړې.
د هلمند عامې روغتیا رئیس الحاج ډاکټر نقیب الله فاتح د څېړنو پر ارزښت او په ټولنه کي د ځوانانو پر فعالي ونډي خبري وکړې او د هلمند پوهنتون د علمي چارو مرستیال مفتي صدیق الله همت د علمي څېړنو پر اهمیت او د پوهنتون او اړوندو ادارو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
همدارنګه، په کنفرانس کي په ټولنه کي د بیولوژي څانګي پر علمي او ټولنیز ارزښت بحث وسو او یاده څانګه د ناروغیو د لاملونو د پېژندني، د ساري ناروغیو د مخنیوي، د چاپېریالي ستونزو د څېړني او د عامي روغتیا د خوندیتوب په برخه کي مهم علمي ډګر وبلل سو.
دغه کنفرانس د محصلینو او روغتیايي کارکوونکو ترمنځ د علمي تجربو د تبادلې، د څېړنیزو موندنو د معرفي او د هلمند پوهنتون او عامي روغتیا ریاست ترمنځ د راتلونکو ګډو علمي او څېړنیزو همکاریو د پراختیا لپاره مهم ګام و.
