.د هلمند پوهنتون مالي او اداري مرستیال د لاسته راوړنو کلنی راپور وړاندي کړ

helmand@123
Thu, Apr 17 2025 4:40 PM
لاسته راوړني

 

 

نن پنجشنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښي د مالي او اداري چارو مرستیال ډاکټر سمیع الله سعید د ۱۴۰۳ مالي کال د لاسته راوړنو راپور وړاندي کړ.

په دې غونډه کي د پوهنتون رهبرۍ، د بېلابيلو دولتي ادارو مسؤلینو، علمآء کرامو، د فقهي مجالسو مسؤلینو، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو، کارکوونکو او وکیل ګذرانو ګډون درلود.

 

ډاکټر سعید د راپور وړاندي کولو په پیل کي و ویل، چي د پوهنتون د نوي رئیس له راتګ وروسته د هغه د سپارښتنو مطابق ګڼ عملي اقدامات ترسره سوي دي او همدغو اقداماتو ته یې لنډه کتنه وکړه.

ورپسې نوموړي د ۱۴۰۳ مالي کال په ترڅ کي د مالي او اداري معاوینت له لوري پلې سوي پروژې، مالي لګښتونه، د بیارغوني او سرسبزۍ هڅي، د کارکوونکو د ارتقاء پروسه، د نشراتي خدماتو پیاوړتیا، د معلوماتي ټکنالوژۍ برخي پراختیا او د محصلانو د لیلیې خدماتو په اړه مفصل معلومات وړاندي کړل.

 

هغه و ویل: د یادو فعالیتونو تر څنګ، ځیني خنډونه هم مخي ته راغلي، چي د راپور په وروستۍ برخه کي یې یادونه وکړه. نوموړي ټینګار وکړ، چي دغه ستونزو ته یې په راتلونکو پلانونو کي د حل لاري په پام کي نیولي دي.

 

نوموړي د ۱۴۰۴ مالي کال پلان سوي چارو اړوند هم ګډونوالو ته معلومات وړاندي کړل.

 

د غونډي په پای کي هغه کارمندان وستایل سوه، چي په تېر کال کي یې ډیري هلي ځلي کړي او په کارونو کي یې، نوښت او پر وخت رسیدګي کړې.

Latest news

Wed, Jun 26 2024 1:02 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي د آيچ اي ايم ای ايس معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو

نېټه: ۱۴۴۵/۱۲/۲۰ ه.ق

نن چهارشنبه د هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز د غونډو په خونه کي د پوهنتون  امرینو، کارمندانو او استادانو ته د HEMIS معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو.

د. . .

Thu, May 23 2024 11:30 AM
Background image

د تضمین کیفیت د یولسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ورکشاپ پیل سو

نن پنج شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د لوړو زده کړو وزارت د راغلي پلاوو له لوري  د تضمین کیفیت د یو لسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل سو.

په یاد ورکشاپ کي د. . .

Sun, May 05 2024 10:43 AM
Background image

د وترنري او انجینري پوهنځیو د نوي رئیسانو د معرفت غونډه ترسره سول

 نېټه: ۱۴۴۵/۸/۱

ورځ: یکشنبه

غونډه چي د هلمند پوهنتون د علمي چارو مرستیال محمد نعیم دوست صاحب، د مالي او اداري چارو مرستیال سمیع سعید صاحب، د دعوت ارشاد امر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب. . .

BACK TO NEWS