.د هلمند پوهنتون په مسجد کي استاد او د محصیل علمي هڅونه پر موضوع دیني سمینار وړاندي سو

helmand@123
Tue, Nov 11 2025 3:43 PM
علمي هڅونه

نن د هلمند پوهنتون په مسجد کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري استاد او د محصیل علمي هڅونه تر عنوان لاندي یو علمي او دیني سمینار ترسره سو. چي د وړاندي کولو پر مهال د پوهنتون ګڼ شمېر استادانو او اداري کارکوونکو ګډون درلود.

سمینار د دعوت او ارشاد آمریت آمر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب له لوري پیل سو، نوموړي د استاد د مقام او حقوقو په اړه ارزښتناکه خبري وکړې. هغه وویل، چي استاد د ټولني د اصلاح او پرمختګ لپاره مهم او د دوی د علمي هلو ځلو له برکته نسلونه روزل کیږي.

مولوي ذاکر صاحب وروسته د مطالعې نه لرلو او د علمي بې ‌پروايۍ ناخوالي او تاوانونه بیان کړل. نوموړي زیاته کړه، چي د مسلک په برخه کي نه برلاسي او د دوامداره مطالعې نشتوالی د دې لامل ګرځي، چي ډېری ځوانان د تحصیلي سند تر لاسه کولو باوجود هم د کاري فرصتونو له نشتون سره مخ سي.

هغه په خپلو خبرو کي د استادانو علمي مسؤلیتونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چي د محصل د هڅونې او لارښووني په برخه کي د استاد رول د  اهمیت وړ دی.

دغه راز مولوي ذاکر صاحب د یوه حدیث شریف مفهوم هم بیان کړ او ویې ویل، هغه څوک چي علم لري، خو نورو ته یې نه ور زده کوي او یا د شاګرد د سم پوهاوي هڅه نه کوي، الله تعالی به د قیامت په ورځ ورته سخت عذاب ور کړي.

هغه د علم پټول او له خلکوسره یې نه شریکول لوی ګناه یاده کړه  او زیاته یې کړه، چي علم هغه وخت ګټور دی، چي نورو ته ورسول سي او عمل پر وسي.

هغه همدارنګه د یو بل حدیث شریف مفهوم هم بیان کړ، چي د علم رسونکي ته په کښې د الله تعالی د رحمت یادونه سوي، مولوی ذاکر صاحب وویل، هغه استاد یا کس چي څه زده کړي، ښه  یې زده کړي او بیا یې نورو ته ورسوي، د خدای جل جلاله رحمت ورباندي  نازلیږي.

په پای کي مولوي ذاکر صاحب وویل، چي اسلام استادانو ته دا لارښوونه کړې، چي خپل زده کوونکي او محصلینو ته پوهه په ښه شکل ورسوي او مطالعې کولو ته یې وهڅوي.

Latest news

Wed, Jun 26 2024 1:02 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي د آيچ اي ايم ای ايس معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو

نېټه: ۱۴۴۵/۱۲/۲۰ ه.ق

نن چهارشنبه د هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز د غونډو په خونه کي د پوهنتون  امرینو، کارمندانو او استادانو ته د HEMIS معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو.

د. . .

Thu, May 23 2024 11:30 AM
Background image

د تضمین کیفیت د یولسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ورکشاپ پیل سو

نن پنج شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د لوړو زده کړو وزارت د راغلي پلاوو له لوري  د تضمین کیفیت د یو لسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل سو.

په یاد ورکشاپ کي د. . .

Sun, May 05 2024 10:43 AM
Background image

د وترنري او انجینري پوهنځیو د نوي رئیسانو د معرفت غونډه ترسره سول

 نېټه: ۱۴۴۵/۸/۱

ورځ: یکشنبه

غونډه چي د هلمند پوهنتون د علمي چارو مرستیال محمد نعیم دوست صاحب، د مالي او اداري چارو مرستیال سمیع سعید صاحب، د دعوت ارشاد امر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب. . .

BACK TO NEWS