.د ننګرهار او هلمند پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک سو

helmand@123
Sun, Dec 21 2025 2:22 PM
هوکړه لیک

د هوکړي  له مخي به د هلمند او ننګرهار پوهنتونونه به په ګډه د دریو کلونو لپاره د څېړنو، مقالو نشر، استادانو او محصلینو روزنیزو پروګرامونو او د علمي ـ څېړنیزو اثارو ارزوني په برخه  همکاري کوي. همدا راز د څېړنو په برخه به د نوښتونو د تعقیب په موخه خپلي تجربې له یو بل سره شریکوي.

یاد هوکړه لیک د هلمند پوهنتون د علمي مجلو آمر پوهنمل دوکتور نور احمد ایمل او  د ننګرهار پوهنتون د څېړنو او علمي مجلو مرستیال پوهندوی دوکتور سعید محمد وقار تر منځ د ننګرهار پوهنتون ریاست مقام کي پر داسي مهال لاسلیک سو، چي د هلمند پوهنتون یو شمېر استادانو او  د کوربه پوهنتون رئیس شـ/یخ انعام الله مدني هم حضور درلود.

مسؤلینو، دا هوکړه لیک د دواړو پوهنتونونو لپاره د څېړنیزو اړیکو پراختیا، ګډو اکاډمیکو فعالیتونو ترسره کولو او تجربو شریکولو په برخه  کي اغېزناک ګام بللی او د تطبیق او همکاریو د دوام په اړه یې ډاډ وړاند کړ.

Latest news

Wed, Jun 26 2024 1:02 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي د آيچ اي ايم ای ايس معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو

نېټه: ۱۴۴۵/۱۲/۲۰ ه.ق

نن چهارشنبه د هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز د غونډو په خونه کي د پوهنتون  امرینو، کارمندانو او استادانو ته د HEMIS معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو.

د. . .

Thu, May 23 2024 11:30 AM
Background image

د تضمین کیفیت د یولسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ورکشاپ پیل سو

نن پنج شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د لوړو زده کړو وزارت د راغلي پلاوو له لوري  د تضمین کیفیت د یو لسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل سو.

په یاد ورکشاپ کي د. . .

Sun, May 05 2024 10:43 AM
Background image

د وترنري او انجینري پوهنځیو د نوي رئیسانو د معرفت غونډه ترسره سول

 نېټه: ۱۴۴۵/۸/۱

ورځ: یکشنبه

غونډه چي د هلمند پوهنتون د علمي چارو مرستیال محمد نعیم دوست صاحب، د مالي او اداري چارو مرستیال سمیع سعید صاحب، د دعوت ارشاد امر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب. . .

BACK TO NEWS