د هلمند پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې آمریت په ۱۴۰۲/۴/۲۴ نېټه « د علمي څېړنو معلوماتي ورکشاپ» تر سرليک لاندي درې ورځنی ورکشاپ پیل کړ.

helu_admin
Sat, Aug 26 2023 10:10 AM
image
د هلمند پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې آمریت په ۱۴۰۲/۴/۲۴ نېټه « د علمي څېړنو معلوماتي ورکشاپ» تر سرليک لاندي درې ورځنی ورکشاپ پیل کړ.
په دې ورکشاپ کي د هلمند پوهنتون استادانو، د هلمند ولایت د ټولو خصوصي پوهنتونونو استادانو او همدارنګه د یو شمېر سکټوري ادارو(ولایت مقام، کرهڼي ریاست، اقتصاد ریاست، چاپیریال ساتني ریاست، د سنديزي حوزې عمومي ریاست او پوهني ریاست) استازو ګډون کړی وو.
ورکشاپ د هلمند پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د یو تن استاد ښاغلي مولوي عبدالستار په قرائت پیل سو، ورپسې د اجندا سره سم د هلمند پوهتون علمي مرستیال پوهنیار محمد نعیم دوست د یاد کنفراس پرانیستونکې وینا وکړه، نوموړي ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګه په خپلو خبرو کي د علمي څېړنو پر ارزښت او اړتیا بحث وکړ، همدارنګه نوموړي زیاته کړه، چي د نړۍ د پرمختګ راز په علمي څېړنو کي نغښتی دی، همدا د علمي او څېړنیزو مرکزونو برکت دی، چي نن ورځ په هره برخه کي چټک پرمختګ وینو، ښاغلي دوست صاحب په راروان وخت کي نور هم د همداسي علمي پروګرامونو په وړاندي کولو باندي ټینګار وکړ.
له دې وروسته د هلمند پوهنتون د کرهڼي پوهنځي استاد پوهنیار سید عبدلوهاب سیدي د علمي څېړنو اړوند خپل ترتیب سوی علمي پرزیټېشن وړاندي کړ، نوموړي د څېړني پر اساساتو په هر اړخیز ډول بحث وکړ، وروسته يې د څېړني پر میتودولوژي د یو خلاصي فضاء په شکل بحث پیل کړ، چي هر تن ګډون کوونکي ته پکښي د پوښتني او نظر وړاندي کولو فرصت ورکړل سو. ښاغلي سيدي صاحب د څېړني د میتودولوژي ټول پړاوونه ګام په ګام په هر اړخیز او واضح توګه تشریح کړل، نوموړي د پرزینټېشن په پای کي د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وويل او په دې ترتیب سره د ورکشاپ لومړی ورځ د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.
د هلمند پوهنتون د نشراتو کمېټه

Latest news

Wed, Jun 26 2024 1:02 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي د آيچ اي ايم ای ايس معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو

نېټه: ۱۴۴۵/۱۲/۲۰ ه.ق

نن چهارشنبه د هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز د غونډو په خونه کي د پوهنتون  امرینو، کارمندانو او استادانو ته د HEMIS معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو.

د. . .

Thu, May 23 2024 11:30 AM
Background image

د تضمین کیفیت د یولسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ورکشاپ پیل سو

نن پنج شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د لوړو زده کړو وزارت د راغلي پلاوو له لوري  د تضمین کیفیت د یو لسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل سو.

په یاد ورکشاپ کي د. . .

Sun, May 05 2024 10:43 AM
Background image

د وترنري او انجینري پوهنځیو د نوي رئیسانو د معرفت غونډه ترسره سول

 نېټه: ۱۴۴۵/۸/۱

ورځ: یکشنبه

غونډه چي د هلمند پوهنتون د علمي چارو مرستیال محمد نعیم دوست صاحب، د مالي او اداري چارو مرستیال سمیع سعید صاحب، د دعوت ارشاد امر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب. . .

BACK TO NEWS