هلمند پوهنتون کي د کانکور د ګډونوالو د بایومټریک لومړۍ ورځ!

helu_admin
Sat, Aug 26 2023 10:25 AM
image
هلمند پوهنتون کي د کانکور د ګډونوالو د بایومټریک لومړۍ ورځ!
په هلمند پوهنتون کي د کانکور ازمویني لپاره د ګډونوالو د بایومټریک کولو پروسه په ډېر منظم او مسلکي توګه پرمخ ځي.
ترڅو په یاده برخه کي شفافیت رامنځته سي او اړوند معیارونه پوره کړل سي او همدارنګه په یاده ازموینه کي د درغلیو مخه ونیول سي.
نن لومړی ورځ تر زر تنو ډېر د یادې پروسې ګډونوال بایومټریک سول.
د هلمند پوهنتون اداره پوره هڅه کوي چي وخت په وخت د یادې پروسې کاري ټیم سره د نظم او ډیسپلین په برخه کي په پوره توان سره همکاري کوي.
د ۱۴۰۲ کال هلمند کانکور پروسه به څلور ورځې په برکي ونیسي چي دوې ورځي بایومټریک سه شنبه او چهار شنبه او دوې ورځي پنجشنبه او جمعه به کانکور ازموینه واخیستل سي.
هلمند پوهنتون نشراتو کمېټه

Latest news

Wed, Jun 26 2024 1:02 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي د آيچ اي ايم ای ايس معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو

نېټه: ۱۴۴۵/۱۲/۲۰ ه.ق

نن چهارشنبه د هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز د غونډو په خونه کي د پوهنتون  امرینو، کارمندانو او استادانو ته د HEMIS معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو.

د. . .

Thu, May 23 2024 11:30 AM
Background image

د تضمین کیفیت د یولسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ورکشاپ پیل سو

نن پنج شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د لوړو زده کړو وزارت د راغلي پلاوو له لوري  د تضمین کیفیت د یو لسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل سو.

په یاد ورکشاپ کي د. . .

Sun, May 05 2024 10:43 AM
Background image

د وترنري او انجینري پوهنځیو د نوي رئیسانو د معرفت غونډه ترسره سول

 نېټه: ۱۴۴۵/۸/۱

ورځ: یکشنبه

غونډه چي د هلمند پوهنتون د علمي چارو مرستیال محمد نعیم دوست صاحب، د مالي او اداري چارو مرستیال سمیع سعید صاحب، د دعوت ارشاد امر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب. . .

BACK TO NEWS