هلمند پوهنتون کي د خصوصي پوهنتونونو له مسؤلینو سره غونډه ترسره سوه!

helu_admin
Sat, Aug 26 2023 10:30 AM
image
هلمند پوهنتون کي د خصوصي پوهنتونونو له مسؤلینو سره غونډه ترسره سوه!
نېټه:۱۴۴۵/۱/۲۰
ورځ: دوشنبه
د هلمند پوهنتون ریاست مقام کي د خصوصي پوهنتونونو له مسؤلینو سره د لا ښې همږغۍ د رامنځته کولو په منظور غونډه ترسره سوه، چي په هلمند کي د لوړو زده کړو په برخه کي د شته ستونزو د حل په موخه د هلمند پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو د مسؤلینو ترمنځ ګډ نظرونه او وړانديزونه شريک سول.
د هلمند پوهنتون رهبري یې وړاندیزونه او ستونزي واورېدلې او د حل په برخه کي یې د لوړو مقاماتو سره د یادو موضوعاتو د شریکولو او ممکنه حل لارو د موندلو ژمنه وکړه.
د هلمند پوهنتون رهبري د راغلو
مسؤلینو په راتګ خوښي وښوده چي وخت په وخت یې ورسره خپلي ستونزي او وړاندیزونه شریک کړيدي.
هلمند پوهنتون نشراتو کمېټه

Latest news

Wed, Jun 26 2024 1:02 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي د آيچ اي ايم ای ايس معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو

نېټه: ۱۴۴۵/۱۲/۲۰ ه.ق

نن چهارشنبه د هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز د غونډو په خونه کي د پوهنتون  امرینو، کارمندانو او استادانو ته د HEMIS معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو.

د. . .

Thu, May 23 2024 11:30 AM
Background image

د تضمین کیفیت د یولسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ورکشاپ پیل سو

نن پنج شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د لوړو زده کړو وزارت د راغلي پلاوو له لوري  د تضمین کیفیت د یو لسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل سو.

په یاد ورکشاپ کي د. . .

Sun, May 05 2024 10:43 AM
Background image

د وترنري او انجینري پوهنځیو د نوي رئیسانو د معرفت غونډه ترسره سول

 نېټه: ۱۴۴۵/۸/۱

ورځ: یکشنبه

غونډه چي د هلمند پوهنتون د علمي چارو مرستیال محمد نعیم دوست صاحب، د مالي او اداري چارو مرستیال سمیع سعید صاحب، د دعوت ارشاد امر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب. . .

BACK TO NEWS