هلمند پوهنتون کي د پوهنتون رهبري، استادانو، کارمندانو او امر بالمعروف ریاست مسؤلینو ګډه مشورتي ناسته وکړه!

helu_admin
Wed, Sep 20 2023 10:52 AM
a
هلمند پوهنتون کي د پوهنتون رهبري، استادانو، کارمندانو او امر بالمعروف ریاست مسؤلینو ګډه مشورتي ناسته وکړه!
نېټه: ۲۸/۲/۱۴۴۵
ورځ: پنج شنبه
هلمند پوهنتون غونډو تالار کي د یاد پوهنتون رهبری، مسؤلینو، استادانو، کارمندانو او د هلمند د امر بالمعروف او نهي عن المنکر، سمع شکایاتو ریاست له مسؤلینو سره مشورتي غونډه ترسره سوه.
په پیل کي له معمول سره سم د قرانکریم څو مبارک آیتونه تلاوت سول ورپسې د هلمند پوهنتون محترم رئیس شیخ حافظ مولوي محمد نسیم حقاني صاحب وینا وکړه، نوموړي وویل: غوره خلک هغه دي، چي نورو ته خیر رسوي، ولس خپل بچیان دې اکاډمیک ماحول ته ددې لپاره رالېږي، چي په صحيح شکل یې تربیت وسي او په سالم ډول ټولني ته وړاندي سي، د زده کړیالانو عقیدوي او فکري روزني کي محترم استادان باید دیانتاً او اخلاقاً خپل مسؤلیت اداکړي.
وروسته د هلمند د امر بالمعروف او نهي عن المنکر سمع شکایاتو ریاست محترم رئیس شیخ مولوي طیبي صاحب په خپله وینا کي وویل:
د انسان فضیلت په ټولو مخلوقاتو باندې لوړ دی، د انسان قدر او حیثیت د علم په اساس وي او علم رڼا ده چي انسان ته ښکلا وربخښي.
نوموړي همدارنګه د علم پر اهمیت، ارزښت او د استادانو پر فکري جوړښت خبري وکړې او ویې ویل:
د کامل انسان چي ټولني ته یې وړاندي کوو باید په روزنه کي هر ډول هڅي وکړو او په عصري او دیني علومو یې سمبال کړو.
نوموړي د اوسني اسلامي نظا.م په ملاتړ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: اصلي عزت په دیني چارو کي وي، اسلامي نظا.م د بشري ځواک او مسلمه امت په سرښندونو راغلی ارام، هوسا اود امن ژوند د جها.د په برکت راپه برخه سو نو د پایښت لپاره یې باید ټول ملاتړي واوسو.
د یادي غونډي په وروستۍ برخه کي د هلمند پوهنتون د دیني او معنوي ارزښتونو د سبالښت کمیټې له لوري د *شیطان لښکر* تر عنوان لاندي جوړ سوی فکري او معلوماتي سمینار د شرعیاتو پوهنځی یو تن استاد الحاج مفتي شیراحمد عاجز صاحب وړاندي کړ نوموړي وویل: که څوک د اسلامي حکومت له امر څخه سرغړونه وکړي نو د اسلام له کړۍ څخه ووت او که یو اسلامي آمر په شرعي اصولو ثابت سو، په وړاندي یې بغاوت او سرغړونه ناروا او حرامه ده، او دا ډول کسان د شیطان لښکر بللی سو.
غونډه په اختتامیه دعا پای ته ورسېده.
هلمند پوهنتون نشراتو کمېټه

Latest news

Wed, Jun 26 2024 1:02 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي د آيچ اي ايم ای ايس معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو

نېټه: ۱۴۴۵/۱۲/۲۰ ه.ق

نن چهارشنبه د هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز د غونډو په خونه کي د پوهنتون  امرینو، کارمندانو او استادانو ته د HEMIS معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو.

د. . .

Thu, May 23 2024 11:30 AM
Background image

د تضمین کیفیت د یولسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ورکشاپ پیل سو

نن پنج شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د لوړو زده کړو وزارت د راغلي پلاوو له لوري  د تضمین کیفیت د یو لسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل سو.

په یاد ورکشاپ کي د. . .

Sun, May 05 2024 10:43 AM
Background image

د وترنري او انجینري پوهنځیو د نوي رئیسانو د معرفت غونډه ترسره سول

 نېټه: ۱۴۴۵/۸/۱

ورځ: یکشنبه

غونډه چي د هلمند پوهنتون د علمي چارو مرستیال محمد نعیم دوست صاحب، د مالي او اداري چارو مرستیال سمیع سعید صاحب، د دعوت ارشاد امر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب. . .

BACK TO NEWS