د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په هلمند پوهنتون کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۰ بېلابېلې پروژې پرانیستې.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم پداسې حال کې چې د هلمند والي مولوي عبدالرحمن کندزي او د هلمند پوهنتون مشرتابه پلاوي شيخ مولوي حافظ محمد نسیم حقاني، ډاکټر سمیع الله سعید او محمد نعیم دوست یې ملتیا کوله، د یاد پوهنتون ۱۰ پروژې چي ۳ یې ګټي اخیستني ته وسپارل سوې او د ۷ نورو پروژو پرانستنه وسول.
د هلمند پوهنتون مالي او اداري معاوین ډاکټر سمیع الله سعید په یو ځانګړي مرکه کي وویل،یادي پروژوې د ۶۰ میلیونو افغانیو په ارزښت دي، چي په بشپړېدو سره به د هلمند پوهنتون محصلين د خپلو څېړنیزو پروژو او مطالعو لپاره معياري کتابتون او کمپیوټر لیب ولري. سعيد وویل، په نوموړو پروژو کي لابراتواري تجهیزات، سولري برېښنا، دفتري اجناس، د ساختمانون ترمیم، سرسبزي، د څېړنیز مرکز تجهيز، حفظ او مراقبت او د سړکونو هواري کاري، د پیاده روونو او ګلدانونو جوړول شامل دي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، په یادو مراسمو کي نوموړي پروژې مهمي وبللې او دغه راز یې د هلمند پوهنتون مشرتابه ته د نورو همکاریو ډاډ ورکړ.
شنبه
۱۴۴۵/۷/۲۲ هـ ق ۱۴۰۲/۱۱/۱۴ هـ ش۳/۲/۲۰۲۴ م
د عامه پوهاوي او نشراتو لوی مدیریت