هلمند پوهنتون کي د ټولنیزي مسلمانۍ بېلګي او زموږ مسؤلیتونه تر سرلیک لاندي اصلاحي سمینار وړاندي سو.

helmand@123
Tue, Dec 23 2025 3:19 PM
سمینار

نن  د هلمند پوهنتون په مرکزي مسجد شریف کي د یاد پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون همکارانو ته د "ټولنیزي مسلمانۍ بېلګي او زموږ مسؤلیتونه" تر سرلیک لاندي یو مهم او اصلاحي سمینار وړاندي سو.

یاد سمینار د دعوت او ارشاد آمر، الحاج مولوي عبدالقیوم "ذاکر" صاحب له لوري وړاندي سو، چي په ترڅ کي یې د قرآني آیاتونو او نبوي احادیثو په رڼا کي د ټولنیزي مسلمانۍ بېلابېلي بېلګي تشریح کړې.

نوموړي ګډونوال د ټولنیز شعور پیاوړتیا، د یو بل سره د همدردۍ او متقابل لاسنیوي پر لور وهڅول.

ښاغلي ذاکر صاحب د وینا پر مهال د افغاني ټولني هغه اساسي ضعفونه هم یاد کړل، چي د ده په وینا، بې‌ علمي، فقر، معلولیت او بې‌ وزلي د ټولني د کمزورۍ له مهمو لاملونو څخه دي او زیاته یې کړه چي مؤمنان باید د ټولنیزي مسلمانۍ له اصولو سره سم د دغو ستونزو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه واخلي.

نوموړي د نبوي حدیث "من کان في حاجت أخیه، کان الله في حاجته" په استناد وویل، چي مؤمنان باید د یو بل د اړتیا پر مهال یو د بل ملتیا وکړي. هغه ټینګار وکړ، چي موږ مسؤلیت لرو د ټولني په اقتصادي ستونزو کي خپل رول ادا کړو، د اړمنو خلکو لاسنیوی وکړو، د تجارت او حلال کسب لاري ورته برابري کړو او خپلي صدقې مستحقو کسانو ته وسپارو.

محترم ذاکر صاحب د مادي فقر تر څنګ د روحاني فقر یادونه هم وکړه او ویې ویل، چي روحاني فقر د مادي فقر په پرتله ډېر خطرناک دی. د ده په وینا، دا فقر هغه مهال رامنځته کیږي، کله چي انسان د الله تعالی د ذکر څخه غافل سي، په اعتقاداتو کي تردد پیدا کړي، پر ګناهونو توبه ونه باسي او په اخلاقي فساد کي ښکېل سي.

نوموړي پر استادانو غږ وکړ، چي خپل زده‌ کړیالان د روحاني فقر څخه وژغوري، هغوی ته د نېکو لاروښوونه وکړي او د بدیو څخه یې منعه کړي، تر څو یوه سالمه، بااخلاقه او مسؤوله ټولنه رامنځته سي.

سمینار په دعائیه وینا سره پایته و رسېدی.

Latest news

Wed, Jun 26 2024 1:02 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي د آيچ اي ايم ای ايس معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو

نېټه: ۱۴۴۵/۱۲/۲۰ ه.ق

نن چهارشنبه د هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز د غونډو په خونه کي د پوهنتون  امرینو، کارمندانو او استادانو ته د HEMIS معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو.

د. . .

Thu, May 23 2024 11:30 AM
Background image

د تضمین کیفیت د یولسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ورکشاپ پیل سو

نن پنج شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د لوړو زده کړو وزارت د راغلي پلاوو له لوري  د تضمین کیفیت د یو لسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل سو.

په یاد ورکشاپ کي د. . .

Sun, May 05 2024 10:43 AM
Background image

د وترنري او انجینري پوهنځیو د نوي رئیسانو د معرفت غونډه ترسره سول

 نېټه: ۱۴۴۵/۸/۱

ورځ: یکشنبه

غونډه چي د هلمند پوهنتون د علمي چارو مرستیال محمد نعیم دوست صاحب، د مالي او اداري چارو مرستیال سمیع سعید صاحب، د دعوت ارشاد امر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب. . .

BACK TO NEWS