هلمند پوهنتون کي د لوړو زده کړو ته د ځوانانو هڅوني تر عنوان لاندي د ښوونځیو زده کوونکو ته سمینار وړاندي سو.
نن د هلمند پوهنتون د محصلانو چارو معاونيت په همکارۍ، د ښووني او روزني پوهنځی له لوري د لښکرګاه ښار د ښوونځيو د دوولسم ټولګيو زده کوونکو ته د " لوړو زده کړو ته د ځوانانو د هڅونه" تر سرلیک لاندي معلوماتي سمینار وړاندي سو، چي په کښې د لوړو زده کړو ارزښت، پوهنتون پېژندنه او د کانکور لارښووني معلومات شامل وه.
غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل سوه.
وروسته د محصلانو چارو مرستيال ښاغلي مفتي صديق الله همت ګډونوالو او د ښوونځيو استازو ته ښه راغلاست ووايه او د علم پر ارزښت يې هر اړخيز بحث وکړ.
نوموړي ځوانان لوړو زده کړو ته وهڅول او ټينګار يې وکړ، که غواړو چي په نړۍ کي سياله او پر ځان بسيا ټولنه ولرو، نو اړينه ده چي ځوانان مو د لوړو زده کړو په ګاڼه سمبال سي.
ښاغلي همت همدارنګه د ښووني او روزني پوهنځي له استادانو څخه مننه وکړه، چي د دې ډول پروګرامونو په تنظيم کي يې تل له پوهنتون سره همکاري کړې او د ځوان نسل په روزنه کي يې خپل مسؤليت په ښه توګه ادا کړی دی.
ورپسې د ښووني او روزني پوهنځي رئيس ښاغلي پوهنيار محمد نويد سادات د لوړو زده کړو ارزښت، د بيولوژي څانګي آمر پوهنيار عبدالباري هجران د پوهنتون پېژندنه او پوهنيار نذير احمد رښتيني د کانکور لارښووني تر سرليکونو لاندي خپل چمتو سوي معلومات له ګډونوالو سره شريک کړل.
زده کوونکو او ګډونوالو دا ډول پروګرامونه ډېر مهم او ګټور وبلل او څرګنده يې کړه، چي دا ډول سمينارونه د هغوی د راتلونکو زده کړو په ټاکنه، د پوهنتون په پېژندنه او د کانکور د بهير په ښه درک کولو کي ارزښتناک رول لري.
باید و ویل سي، چي هلمند پوهنتون به "په ټولنه کي د پوهنتونونو رول" اصل ته په کتو، د عامه پوهاوي دا ډول سمینارونه د ښار ترڅنګ د ولسوالیو و ښوونځیو ته هم و غځوي.
غونډه په دعائیه وینا سره پایته و رسېدل.
