.د هلمند پوهنتون د ټولنیزو علومو علمي مجلې لومړۍ ګڼه چاپ سوه

helmand@123
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۱۱:۳۰
لید

نېټه: ۱۴۴۶/۷/۷ هـ ق

د هلمند پوهنتون د ټولنیزو علومو علمي مجله " لید " لومړۍ ګڼه د پوهنتون د علمي مجلو آمریت په زیار چمتو او چاپ ته وړاندي سوه.

د لید مجلې آمر ښاغلي دوکتور نوراحمد اېمل وویل، په دې ګڼه کي د ټولنیزو علومو اړوند ۱۶ څېړنیزي مقالې خپرې سوي، چي د شرعیاتو، اقتصاد، ژبي، تاریخ، جغرافیې او نورو برخو مهم موضوعات رانغاړي.

ښاغلي اېمل د علمي مجلو پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل، دا ډول خپروني د څېړنیز چاپیریال په وده کي مهم رول لري، هغه زیاته کړه، چي د پوهنتون د کیفیت لوړاوي او د استادانو د ترفیعاتو اخیستلو چاري اسانه کوي او دغه راز د علمي بنسټونو ترمنځ اړيکي هم پیاوړي کوي.

نوموړي د مجلې د لاسرسي په اړه هم خبري وکړې، هغه وویل، دا ګڼه به د هېواد ټولو پوهنتونونو او علمي مرکزونو سره د استفادې په موخه ډیر ژر شریکه سي.

ښاغلي اېمل له ټولو اکاډمیکو شخصیتونو وغوښتل، چي خپلي څېړنیزي مقالې د علمي مجلې په راتلونکو ګڼو کي د خپراوي په موخه له دوی سره شریکي کړي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د هلمند پوهنتون څخه ۴۰۸ تنه زده ‌کړیالان فارغ سول

نن شنبه، د هلمند پوهنتون د ۱۵مي دورې د فراغت په مراسمو کي ۴۰۸ تنه زده‌کړیالان د شرعیاتو، انجينري، اقتصاد، زراعت، وترنرۍ او ښووني او روزني له پوهنځیو څخه فارغ او د خدمت په موخه ټولني ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۲۱
Background image

هلمند پوهنتون کي ۱۸۰ تنه زده کوونکي د تقویتي زده کړو څخه فارغ سوه.

نن ورځ دوشنبه، په هلمند پوهنتون کي د یاد پوهنتون ۱۸۰ زده کړیالان چي په څلورو برخو کي د یوه کال لپاره تقویتي زده کړي ورکړل سوي وې، د یوې غونډي پر مهال فارغ سوه.

غونډه د قرآن کریم د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

د هلمند پوهنتون د استادانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ اوږدمهاله شخړه هواره سوه.

 

د هلمند پوهنتون رهبري تل هڅه کوي، چي په ټولنه کي د پوهنتونونو ونډه او د ټولنیز مسؤولیت د اصل پر اساس د خپلو استادانو علمي وړتیاوي، تجربې او مسلکي ظرفیتونه د ټولني د بېلابېلو ستونزو د. . .

BACK TO NEWS