.هلمند پوهنتون کي د ګناه پر ارتکاب جرئت نه کولو په اړه سمینار وړاندي سو

helmand@123
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۱۴:۳۵
ګناه نه کول

نېټه: ۸/۶/۱۴۴۶ ه.ق


نن سې شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښي د دعوت او ارشاد آمریت لخوا استادانو او اداري کارمندانو ته اصلاحي سمنیار وړاندي سو، چي موخه یې د ګناه څخه ځان ساتنه او د ګناه لپاره غولوونکي دلایل نه لټول وه.

 

د دعوت او ارشاد آمر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب د سمینار د ارائیې پر مهال وویل: ډېر خلک ځان تیر باسي او دا دلیل ګرځوي چي خدای جل جلاله رحیم ذات دی او په ګناه لاس پوري کوي او وروسته یې بیا تېروتنه دا وي او د ځان سره وایي،  چي الله جل جلاله به عفوه راته وکړي، چي دا په اصل کي ځان تېر ایستل او پر ګناه کولو جرئت دی.

ښاغلي مولوي ذاکر صاحب په خپلو خبرو کي زیاته کړه، چي د ګناه د ارتکاب لپاره دغه ډول تحلیل د شيطان لومي دي او مسلمانان باید ځان په کلک ډول ترې وساتي.

هغه د اسلامي ارشاداتو په رڼا کي د ګناه څخه د ځان ساتني لاري چاري او دې باب کي یې د ځینو مشهوره علمآء کرامو روایتونه وړاندي کړل، په دغو نقل سوو قولونو کي څرګند سوي وه، چي  د ګناه ارتکاب د انسان پر ژوند منفي تاثیرات پرېږدي.

 

نوموړي د هوښيارتیا په باب د ديني ارشاداتو په رڼا کي څرګنده کړه، چي د رسول الله ﷺ په مبارکو احادیثو کي راغلي: هوښیار انسان هغه دی، چي پر ګناه کولو جرئت ونه کړي.

د دعوت او ارشاد آمر له ګډونوالو وغوښتل چي دغه مسایل په خپل ټولګي، کور او ټولني کي خپاره کړي او خلکو ته د ګناه څخه د ځان ژغورني او پر هغه د جرئت نه کول په اړه پوهاوی ورکړي.

 

سمینار په اختتامیه دعاء پای ته ورسېدی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

د هلمند پوهنتون څخه ۴۰۸ تنه زده ‌کړیالان فارغ سول

نن شنبه، د هلمند پوهنتون د ۱۵مي دورې د فراغت په مراسمو کي ۴۰۸ تنه زده‌کړیالان د شرعیاتو، انجينري، اقتصاد، زراعت، وترنرۍ او ښووني او روزني له پوهنځیو څخه فارغ او د خدمت په موخه ټولني ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۲۱
Background image

هلمند پوهنتون کي ۱۸۰ تنه زده کوونکي د تقویتي زده کړو څخه فارغ سوه.

نن ورځ دوشنبه، په هلمند پوهنتون کي د یاد پوهنتون ۱۸۰ زده کړیالان چي په څلورو برخو کي د یوه کال لپاره تقویتي زده کړي ورکړل سوي وې، د یوې غونډي پر مهال فارغ سوه.

غونډه د قرآن کریم د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

د هلمند پوهنتون د استادانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ اوږدمهاله شخړه هواره سوه.

 

د هلمند پوهنتون رهبري تل هڅه کوي، چي په ټولنه کي د پوهنتونونو ونډه او د ټولنیز مسؤولیت د اصل پر اساس د خپلو استادانو علمي وړتیاوي، تجربې او مسلکي ظرفیتونه د ټولني د بېلابېلو ستونزو د. . .

BACK TO NEWS